د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: بې کوره شوي خلک وايي حکومت دې ورسره مرسته وکړي


په کورمه کې د ناامنیو پرضد د شوې یوازې جرګې کډونوال. (انځور: ارشیف)
په کورمه کې د ناامنیو پرضد د شوې یوازې جرګې کډونوال. (انځور: ارشیف)

د کورمې له دې دوو سیمو د خلکو د وتلو لړۍ یوه اونۍ وړاندې پیل شوې وه او تر اوسه په سلګونه کورنۍ د صدې، تیندو، ساتین او ټل په لور وتلې دي.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د ممکنه پوځي عملیاتو له کبله بې کوره شوي خلک غوښتنه کوي چې حکومت دې له دوی سره مرسته وکړي.

په منځني کورمه کې نه یوازې د مسوزو خلکو ته ویل شوي چې خپله سیمه پرېږدي بلکې د علي شیرزو اوسېدونکي هم له خپلو کورونو پر کډوالۍ مجبور شوي دي.

د کورمې له دې دوو سیمو د خلکو د وتلو لړۍ یوه اونۍ وړاندې پیل شوې وه او تر اوسه په سلګونه کورنۍ د صدې، تیندو، ساتین او ټل په لور وتلې دي.

دا کډوال شکایت کوي چې حکومت دوی له کورونو را اېستلي خو د اوسېدو لپاره یې نه د کېمپ اسانتیا ورته برابره شوې او نه هم نور څه سهولت ورکړل شوی دی.

په دوی کې ځینو مشال راډیو ته ویلي چې په داسې حالت کې له جدي مشکلاتو سره مخامخ دي چې ژمی پر پیلېدو دی.

د کوچی خواجه ناهید وايي، "د علي شیرزو او مسوزو خلک په یو دوه کې دي، که پر خپله علاقه پاتې کیږي، پوځ او وسله وال یې نه پریږدي او که بیا کډوال شي، د حکومت لخوا ورسره مرسته نه کیږي."

په کورمه کې له علي شیرزو او مسوزو بې کوره شوي متاثرینو ته په ټل او هنګو کې موجود کیمپونه ته د تلو ویل شوي خو هلته څوک ورتلو ته تیار نه دي.

په سیمه کې ځینې کورنۍ خپلو خپلوانو او یا د یار دوست کورونو ته ورغلې دي خو ځیني داسې هم دي چې د اوسېدو هیڅ سهولت نه لري.

د علي شیرزو ځايي مشر ملک عیسا خان اورکزي د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د چار شنبې په ورځ د ضلعي انتظامیې مشر ډپټي کمېشنر اشفاق خان د غوڼدې پر وخت نه یوازې پر سیمه د کېمپ سهولت ورکولو خبره منلې بلکې د نورو اسنتیاوو ژمنه یې هم ورسره کړې ده.

دی وايي، د انتظاميې مشر ته یې ویلي چې کورونه ورته پر دغه شرط پرېږدي چې عملیات به زر سرته رسوي او په پوره توګه به د وسله والو مخه نیسي.

د ضلعې مرستیال کمیشنر اشفاق خان او امنیتي ځواکونو تر اوسه په دې اړه دریځ نه دی وړاندې کړی. خو د منځنۍ کورمې مرستیال کمیشنر جاوید عقیل رسنیو ته ویلي چې د اوسېدو لپاره یې د کیمپ سهولت ورکولو پر غوښتنې له خپلو مشرانو سره خبرې روانې دي خو د ده په وینا، تر اوسه یې داسې امر نه دی ترلاسه کړی.

کورمه: د ممکنه پوځي عملياتو له وېرې له عليشيرزو او مسوزو سلګونه کورنۍ وتلې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:59 0:00

عقیل دا هم ويلي چې په سیمه کې له بې کوره شويو متاثرینو سره د خپل اختیار او ورسره موجود وسایلو مطابق مرسته کولو ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې په منځنۍ کورمه کې د اکتوبر پر اوومه پر امنیتي سرتیرو تر وسله وال برید وروسته د مسوزو او علي شیرزو پر ځینو سیمو د پوځي عملیاتو کېدلو پرېکړه شوې ده.
په هغه برید کې د دوو افسرانو په ګډون ۱۱ امنیتي سرتیري وژل شوي وو.

یو ځايي قبایلي مشر نعمت الله اورکزی وايي، په یادو سیمو کې ځیني هغه ځایونو هم دي چې د عملیاتو کولو لپاره پکې څه نشته خو خلکو یې بیا هم کډې پیل کړې دي.

نوموړي د سیمو پر خلکو غږ کړی چې خپله علاقه دې څوک هسې نه پریږدي او که چا داسې وکړل، بیا به ورسره له حکومته هیڅ مرسته نه کیږي.

په منځني کورمه کې له یوې مودې راهیسې حالات خراب دي. په سیمه کې نه یوازې پر امنیتی سرتیرو بریدونه کېږي بلکې عام خلک هم د دهړکو تښتولو، ویشتلو پېښو سره مخامخ شوي.

په سیمه کې تراوسه په باقاعده توګه پوځي عملیات نه دي پیل شوي خو هلته د وسله والو پر مبینه مرکزونو له هیلي کاپټرو بمباري او د توپ خانې ډزې کېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG