د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هنګو خلکو د پوځ بمبارۍ خلاف مظاهره وکړه


د پاکستان یو نظامي هیلي کاپټر په کوز دیر کې د الوت پر مهال لیدل کېږي- انځور پخوانی دی
د پاکستان یو نظامي هیلي کاپټر په کوز دیر کې د الوت پر مهال لیدل کېږي- انځور پخوانی دی

د هنګو د تورې وړۍ خلکو په خویدادخېلو ډنډ سیمه کې د پاکستان د پوځ د هیلي کاپټرو د بمبارۍ پر ضد مظاهره وکړه.

د جولای پر ۲۹مه لسګونه کسان له یوه سرکاري ښوونځي سره نږدې، د کورمې پر لویه لاره ناست ول او غوښتنه یې کوله چې په هغه سیمه کې پیل شوي عملیات دې ودرول شي.

په احتجاج کې شامل د خویدادخېلو ملک نور اکبر د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، تر دې وړاندې هم په سیمه کې د ترسره شویو عملیاتو پر مهال عام ولس متاثره شوی دی او خلک نور د داسې عملیاتو زغم نه لري.

تر دې وړاندې د کوهاټ ډویژن د پولیسو مشر عباس مجید مروت د جولای پر ۲۸مه رسنیو ته ویلي وو چې امنیتي ځواکونو په اورکزو، کوهاټ او هنګو کې د وسلوالو پر پټنځایونو د هیلي کاپټرو له لارې بمباري کړې ده.

د سیمې خلک وايي، د پاکستان پوځ چې د جولای پر ۲۸مه کومې سیمې په نخښه کړي په هغو کې د منځنۍ کورمې د خویدادخېلو ډنډ سیمه هم شامله ده.

که څه هم د پاکستان پوځ تر اوسه د هغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي خو د عباس مجید مروت په وینا په دغه بمبارۍ کې د سختدریځو ګڼ شمېر پټنځایونه تباه کړل شوي او ګڼ ترهګر ژوبل شوي دي.

نوموړي د جولای پر ۲۸مه د بمبارۍ پر مهال د تباه شویو پټنځایونو او وژلو شویو وسلوالو کره شمېر ونښود خو ویې ویل چې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې په هنګو، کرک، اورکزو او کورمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۱۵ وسلوال وژل شوي دی.

کومې وسلوالې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم خپلواکو سرچینو په دې اړه څه ویلي دي.

تر دې وړاندې د جولای پر ۲۵مه د اورکزو مشرانو د ممکنه عملیاتو پر مهال له کډو کولو انکار کړی وو. دوی په ډبوري سیمه کې د یوې جرګې پر مهال ویلي وو، له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې ولس د پوځ او طالبانو ترمینځ په جګړه کې زیانونه ویني. دوی وايي، نور یې څوک د عملیاتو په نوم کډو کولو ته نه شي اړویستلی.

دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او امنیتي ځواکونه وايي، د امنیت راوستلو لپاره د وسلوالو پر ضد عملیات اړین دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG