عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
د شانګهای همکارۍ تنظیم (اېس سي او) دوه ورځنۍ سرمشریزه سبا (د اکتوبر ۱۵مه) په اسلاماباد کې پیلېږي، په غونډه کې د ګډون لپاره د چین وزیر اعظم لي چیانګ نن (د اکتوبر ۱۴مه) پاکستان ته رسېدلی دی. د غونډې په مهال په اسلام اباد کې رخصتي اعلان شوې او د امنیت لپاره پوځي سرتېري ځای په ځای شوي دي.
په اسلام اباد کې د ای ټي اېم په نامه اداره بې وزله خلکو ته مفته او یا هم په ارزانه بیه خواړه ورکوي. د ادارې چارواکي وایي دوی د بې وزله خلکو لپاره دسترخوان هم لري خو وروسته ورته مالومه شوه چې ځینې خلکو ته مفته ډوډۍ خوړل ښه نه ښکاري
پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) د اکتوبر پر څلورمه د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو لپاره د اسلام اباد په جمهوریت څلورلاره یا ډي چوک کې د احتجاجي مظاهرې اعلان کړی وو.
پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو او د عدلیې د ازادۍ لپاره نن (د اکتوبر پر څلورمه) د اسلام اباد په جمهوریت څلورلاره یا ډي چوک کې د مظاهرې اعلان کړی دی.
حزب الله د مشر وژنه: پاکستان کې مظاهرو پر مهال اخ و ډب، یوشمېر ژوبل
په اسلاماباد کې یو پښتون خضر حیات په یوه سمڅه کې خرېړي کري او په زیاته اندازه یې تولیدوي. خریړی، چې په ځینو سیمو کې دوړنګ او پوڅی هم بلل کېږي، یو ډول خواړه دي چې په طبیعي توګه په ځنګلونو او سمڅو کې ښه وده کوي. ویډیويي رپورټ.
د سپټمبر په ۸مه، د پاکستان تحریک انصاف مشرانو او پلویانو د ګوند د مشر، عمران خان، د جیل نه د راخوشي کولو لپاره په اسلاماباد کې احتجاجي جلسه وکړه.
په پاکستان کې سوداګرو د بجلۍ د ګرانۍ او د نوو لګول شوو ټېکسونو ضد کې هړتال کړی دی. نن ( اګست ۲۸مه) د هېواد په لویو او وړو ښارونو کې دوکانونه او تجارتي مرکزونه تړل شوي دي. دوی له وفاقي حکومت د تاجر دوست په نوم سکيم ختمولو غوښتنه کوي خو حکومت له دغسې کولو انکار کړی دی. تفصیل په ویډیو کې
ډاکټر خواجه یونس دا خبرې د مشال راډیو خبریال طاهر خان ته په مرکه کې کړې دي. ویډیو عمران یونس جوړه کړې ده.
د خيبر پښتونخوا د کورمۍ ځينو اوسېدونکو په خپله سيمه کې د امن لپاره په اسلام اباد کې خبري غونډه او احتجاجي مظاهره کړې ده. د اګست پر ۲۱مه د احتجاج ګډونوالو غوښتنه وکړه چې نور دې هلته د امنيت د ټينګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړل شي.
بجلۍ د زیات شوو بلونو، ګرانۍ، او نویو ټېکسونو پر ضد د اسلام اباد سره په پوله د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې د جماعت اسلامي احتجاجي ناسته د جولای له ۲۶مې راهیسې روانه ده. .
د پاکستان تحریک انصاف پارلېماني استازو، مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو له زندانونو څخه د خپل رهبر عمران خان او د هغه د ښځې بشرا بي بي په ګډون د ګوند د نورو مخکښه مشرانو د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي. ویډيويي رپورټ.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان دعوه کړې ده چې په خیبر پښتونخوا کې تر لمر پرېوتو وروسته پولیس تر تاڼو پورې محدود وي او وسلوال ګرځي. نوموړي د جولای پر ۲۰مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې دعوه وکړه چې ټوله سیمه "د وسلوالو په قبضه" کې ده. بشپړه مرکه وګورئ.
په اسلام اباد کې په چارشنبه بازار کې اور لګیدلی چې پکې د پښتنو دوکاندارانو ډېرې دوکانونه سوزیدلي دي. په مخکې وختونو کې هم په هغې بازار کې څو ځل اور لګیدلی چې سوداګرو ته یې زیانونه اړولي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او شاعر ګيله من وزير لا هم د اسلام اباد په پمز روغتون کې درملنه روانه ده او روغتيا وضعيت کې ښه والي نه دې راغلی۔
د ګيله من وزیر له ورور سره مرکه
د ګيله من وزیر د روغتيايي حالت او د پولیسو د رویې په اړه له علي وزیر سره مرکه
منظور پشتين مرکه
د عزم استحکام عملیاتو ضد، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کراچۍ، اسلام اباد، کوټه، پېښور، واڼه او د پاکستان په یو شمېر نورو سیمو کې احتجاجي مظاهرې کړي دي. احتجاج کونکو وویل چې د حکومت لخوا اعلان شوي د عزم استحکام په نامه عملیات ورته د منلو نه دي.
د نورو کلونو په څېر سږ کال هم په پاکستان کې د لوی اختر په رارسېدو د سبزو بیې لوړې شوې دي. د اسلام اباد په سبزي منډیۍ کې سوداګر وايي چې په اختر کې ځینې سبزۍ لکه ټماټر (رومیان یا سره باټینګر هم بلل کېږي) او پیاز زیاتې کارېږي نو ځکه ګران شوي دي. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ