د لاسرسي ځای

تازه خبر

فيصل کريم کنډي: د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې تر مازيګر وروسته د وسلوالو واک وي


فيصل کريم کنډي: د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې تر مازيګر وروسته د وسلوالو واک وي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:16:31 0:00

د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وايي چې د هغې صوبې په جنوبي ضلعو کې تر مازيګر وروسته د وسلوالو طالبانو واک وي. نوموړي له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پرمهال زياته کړه چې په کورمه کې هم خلکو شاوخوا ۷۰۰ سنګرونه جوړ کړل، خو د هغه په وينا، صوبايي حکومت سترګې ورباندې پټې کړې. د خيبر پښتونخوا حکومت تر اوسه د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې يې دا ډول تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې هغوی د امنيت د ټينګښت لپاره د خپلې برخې کار کړی دی. کنډي زياته کړه، په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د پاکستان په ناامنۍ کې مسوله دی. نوموړي تور پورې کړ چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په بريدونو کې د افغانستان ځمکه کارول کېږي. په کابل کې د طالبانو حکومت او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې دا تورونه بې بنياده بولي او وايي هغه وسلواله ډله د پاکستان په قبايلي سیمو کې شتون لري. بشپړه مرکه

XS
SM
MD
LG