عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
د خيبر پښتونخوا د کورمۍ ځينو اوسېدونکو په خپله سيمه کې د امن لپاره په اسلام اباد کې خبري غونډه او احتجاجي مظاهره کړې ده. د اګست پر ۲۱مه د احتجاج ګډونوالو غوښتنه وکړه چې نور دې هلته د امنيت د ټينګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړل شي.
بجلۍ د زیات شوو بلونو، ګرانۍ، او نویو ټېکسونو پر ضد د اسلام اباد سره په پوله د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې د جماعت اسلامي احتجاجي ناسته د جولای له ۲۶مې راهیسې روانه ده. .
د پاکستان تحریک انصاف پارلېماني استازو، مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو له زندانونو څخه د خپل رهبر عمران خان او د هغه د ښځې بشرا بي بي په ګډون د ګوند د نورو مخکښه مشرانو د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي. ویډيويي رپورټ.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان دعوه کړې ده چې په خیبر پښتونخوا کې تر لمر پرېوتو وروسته پولیس تر تاڼو پورې محدود وي او وسلوال ګرځي. نوموړي د جولای پر ۲۰مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې دعوه وکړه چې ټوله سیمه "د وسلوالو په قبضه" کې ده. بشپړه مرکه وګورئ.
په اسلام اباد کې په چارشنبه بازار کې اور لګیدلی چې پکې د پښتنو دوکاندارانو ډېرې دوکانونه سوزیدلي دي. په مخکې وختونو کې هم په هغې بازار کې څو ځل اور لګیدلی چې سوداګرو ته یې زیانونه اړولي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او شاعر ګيله من وزير لا هم د اسلام اباد په پمز روغتون کې درملنه روانه ده او روغتيا وضعيت کې ښه والي نه دې راغلی۔
د ګيله من وزیر له ورور سره مرکه
د ګيله من وزیر د روغتيايي حالت او د پولیسو د رویې په اړه له علي وزیر سره مرکه
منظور پشتين مرکه
د عزم استحکام عملیاتو ضد، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کراچۍ، اسلام اباد، کوټه، پېښور، واڼه او د پاکستان په یو شمېر نورو سیمو کې احتجاجي مظاهرې کړي دي. احتجاج کونکو وویل چې د حکومت لخوا اعلان شوي د عزم استحکام په نامه عملیات ورته د منلو نه دي.
د نورو کلونو په څېر سږ کال هم په پاکستان کې د لوی اختر په رارسېدو د سبزو بیې لوړې شوې دي. د اسلام اباد په سبزي منډیۍ کې سوداګر وايي چې په اختر کې ځینې سبزۍ لکه ټماټر (رومیان یا سره باټینګر هم بلل کېږي) او پیاز زیاتې کارېږي نو ځکه ګران شوي دي. ویډیويي رپورټ.
لوی اختر نږدې دی او خلک د خپلو خپلوانو سره یوځای نمانځلو لپاره له ښارونو څخه خپلو کورونو ته د تللو لړۍ پیل کړې ده. له همدې امله، د ګاډو په اډو او سټېشنونو کې ګڼې ګوڼې دي. په اسلام اباد کې مساپر شکایت کوي چې د ګاډو کرایې زیاتې شوي او اوږد انتظار کوي.
د پاکستان د سرکاري ادارو کارکوونکو د جون پر ۱۲مه د ګرانۍ په تناسب د تنخاګانو زیاتولو لپاره مظاهره کړې ده. د پارلېمان ودانۍ مخې ته احتجاج ته د هېواد له بېلابېلو برخو څخه سرکاري ملازمان ورغلي ول.
د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې، د پښتنو زده کونکو سازمان "پښتون کونسل" د جون په ۷مه د یوې ادبي او کلتوري غونډې تابیا وکړه. د غونډې لومړۍ برخه مشاعره او دویمه برخه موسیقي وه چې تر شپې یې دوام وکړ.
په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو د ستونزو په اړه د جون له څلورمې څخه درې ورځنۍ مشورتي جرګه پیلېږي چې پکې د بېلابېلو ګوندونو مشران هم ګډون کوي. د جرګې یو منتظم جاوېد مسید وايي، تر دې مخکې یې تېره میاشت په پېښور کې هم جرګه کړې وه. له مسید سره ویډیويي مرکه وګورئ.
په خیبر پښتونخوا او اسلام اباد کې سرکاري کارکونکو د تنخوا او پنشن زیاتولو لپاره احتجاجونه کړي دي. د مې پر ۲۹مه په پېښور کې احتجاج کونکي د صوبایي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته ورټول شوي ول. په همدې حال کې په وفاقي ادارو کې کارکونکو په اسلام اباد کې احتجاج وکړ.
په اسلام اباد کې د محمد ايوب په نوم يو کس د تېرو څلورو لسيزو راهسې په اسلام اباد کې بې وزله ماشومانو ته تعليم ورکوي.نوموړي ۴۰ کاله د اسلام اباد په پارکونو او مېدانونو کې ماشومانو ته غېر رسمي سکول کې زده کړې ورکړي دي. هغه وایي په دې لړ کې ځینې مشکلات هم مخې ته ورغلي
په اسلام اباد کې د مې پر ۱۹مه فعالانو د کشمیري خبريال او شاعر احمد فرهاد د ورکېدنې پر ضد احتجاج وکړ. څو ورځې وړاندې، د مې پر ۱۵مه، نامعلومو کسانو احمد فرهاد له خپل کور څخه بېولی و. احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې احمد فرهاد دې خوشې کړل شي او یا دې عدالت ته وړاندې کړل شي.
په کرغزستان کې د پاکستاني زده کوونکو پر وړاندې د تشدد پېښو پر ضد د مې په ۱۸ مه په اسلام اباد کې د کرغزستان کونسلګرۍ مخې ته او په کراچۍ کې د پریس کلب مخې ته زده کوونکو احتجاجي مظاهرې کړې دي.
په اسلام اباد کې لسګونه بلوڅ زده کوونکو او فعالانو د یو بلوڅ زده کوونکي د جبري درکۍ د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت احتجاجي لاریون او مظاهره کړې ده. دوی د مې ۱۱مې احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل چې فېروز بلوڅ دوه کاله مخکې د راولپېنډۍ له پوهنتونه ورک شوی. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ