د مهاجرت کارډ لرونکو ستنولو اعلان پاکستان کې افغان محصلین اندېښمن کړي
د اسلام اباد په پوهنتونونو کې افغان محصلین وايي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یې په سختۍ ویزې تمدیدوي. دوی د اګست پر ۱۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، په اسلام اباد کې د نورو هېوادونو زده کوونکي هم تعلیم کوي، خو په وینا یې، د هغوی ویزې ژر نوې کېږي خو له افغان محصلینو سره د پاکستان رویه بیخي بدله ده. په هغو کې داسې زده کوونکي هم شامل دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت کارډونه (پروف اف رجسټریشن یا پی او ار) لري. هغوی وايي، د سېپټېمبر له لومړۍ نېټې څخه د پي او ار کارډ لرونکو د ایستلو په اړه حکومتي پرېکړې اندېښمن کړي دي او خپل برخلیک ته حیران دي. د پاکستان حکومت لا د افغان محصلینو د ستونزو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې ټینګار کړی چې افغان محصلینو ته یې په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو موقع برابره کړې ده او تعلیمي بورسونه (سکالرشېپونه) هم ورکوي. د پاکستان حکومت داراز ټینګار کوي چې د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي. له افغان محصلینو سره ویډیويي مرکه وګورئ.