د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانانو له پاکستانه د ایستلو حکومتي پرېکړې ضد پرلت وهلی دی


افغانانو له پاکستانه د ایستلو حکومتي پرېکړې ضد پرلت وهلی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

په اسلام اباد کې لسګونه افغانانو له پاکستانه د ایستلو حکومتي پرېکړې پرضد په یو پارک کې پرلت وهلی دی. احتجاجیان وايي، افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې یې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي نو ځکه دې چارواکي او نړیوال سازمانونه ورته بل هېواد ته د تګ لارې ولټوي. دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اګست په لومړۍ اونۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو افغانانو ته د میاشتې تر پای پورې د هېواد پرېښودو سپارښتنه وکړه. اسلام اباد وايي، له سېپټېمبر څخه د پي او ار کارډ لرونکو افغانستان ته د لېږد بل پړاو پیلوي. یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري. پاکستان وايي، د پي او ار کارډونو موده د جون میاشتې په پای کې پای ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې له سږني اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو دوام لري. اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو پر انتقادونو سربېره وايي، د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG