د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي د غزې له ولس سره د "یووالي" لپاره احتجاج کړی


جماعت اسلامي د غزې له ولس سره د "یووالي" لپاره احتجاج کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

جماعت اسلامي د "غزې تړانګې له ولس سره د یووالي ښوولو" لپاره احتجاجي لاریون او جلسه کړې ده. په اسلام اباد کې د اپرېل ۲۰مې جلسې ته د ګوند د مشر حافظ نعیم الرحمان په ګډون یوشمېر سیاستوالان او ګڼ پلویان ورغلي ول. د اسلام اباد انتظامیې تر احتجاج مخکې پلازمېنې ته داخلېدونکې او مهمو ودانیو ته تلونکې لارې تړلې وې. خو چارواکو وروسته جماعت اسلامي ته له زیرو پواینټ سره نېږدې پر اېکسپرېس وې د جلسې اجازه ورکړه. په اسلام اباد کې دا احتجاج پر داسې مهال شوی چې اسراییلیو ځواکونو په غزه کې پوځي عملیات پراخ کړي دي. اسراییلو د مارچ پر ۱۸مه له حماس سره اوربند ختم کړ او پر غزې یې درانه هوايي بریدونه وکړل. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG