پي ټي ای د ګوند د تاسيس پر ۲۹مه کليزه احتجاجي لاريون کړی
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) ګڼو مشرانو او پارلېماني غړو د اپرېل پر ۲۵مه د هغه ګوند د تاسيس پر ۲۹مه کليزه په اسلام اباد کې احتجاجي لاريون وکړ. د پي ټي ای د پارلېماني غړو وينا وه چې د هغه ګوند د مشرانو او غړو خلاف "غير قانوني" کاروايانې کېږي او د ګوند د بنسټګر عمران خان په ګډون د هغوی يوشمېر مشران په "غير قانوني" توګه په زندان کې ساتل شوي دي. احتجاج کوونکو د اسلام اباد های کورټ مخې ته هم احتجاج وکړ او تور يې پورې کړ چې عدالتونه هم هغوی ته په انصاف ورکولو کې پاتې راغلې دي. خو حکومتي وزيرانو وار په وار ويلي دي چې د عمران خان او د هغه د ګوند د نورو مشرانو پر ضد عدالتي کاروايانې له قانون سره "سمې" دي او بايد چې پي ټي ای د سړکونو او احتجاجونو پر ځای په عدالتونو کې خپلې مقدمې سر ته ورسوي. ويډيو رپورټ