د خیبر ضلعې یو انتظامي چارواکی وايي، د اپرېل له پیله تر ۱۰مې نېټې پورې پر تورخم وره تر ۳۴،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي.
عبدالغني د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې ډېری کډې له پنجاب او سینده روانې دي.
په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد. چارواکو تر دې وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د افغانانو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ.
له هغه وخت راهیسې زیاتره کډوال د تورخم او په بلوچستان کې د چمن له لارې افغانستان ته ستنېږي خو تر اوسه په چمن وره د اوښتو کورنیو او وګړو کره شمېر معلوم نه دی.
په همدې حال کې په خیبر کې پولیسو د افغان دوکاندارانو او سوداګرو نوملیکنه پیل کړې او د هغوی د استوګنځایونو معلومات یې هم غونډ کړي دي.
اخوا د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې انتظامي او پولیس چارواکو افغانانو ته ویناګانې کړې دي چې په خپله خوښه دې له صوبې هېواد ته ستانه شي.
دا پر دې سربېره ده چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور وویل، پولیسو او انتظامیې ته یې امر کړی دی چې افغان کډوال دې په زور نه باسي.
نوموړي د اپرېل پر څلورمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې د ورستنېدونکو کډوالو لپاره مناسب انتظام نه دی شوی او بل دا چې د هغوی "ایستل" نه د خیبر پښتونخوا حکومت "تګلاره ده او د هغوی جبري ستنول د پښتنو له "روایاتو (دود") سره سمون نه خوري.
د خیبر چارواکو په لنډي کوتل (لواړګي) کې د ستنېدونکو افغانانو د نوملیکنې او ثبتولو لپاره یو لنډمهالی کیمپ جوړ کړی دی. د پاکستان له مختلفو برخو ایستل شوي افغانان لومړی هغه کیمپ ته ځي او د رسمي چارو تر بشپړېدو وروسته له هغه ځایه د تورخم له لارې هېواد ته لېږدول کېږي.
په لنډي کوتل کیمپ کې موجودو یوشمېر افغانانو د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې په پنجاب او سیند کې یې پولیس نیسي او په زور یې ستنوي.
دوی داراز وايي چې په لاره کې له بېلابېلو مشکلاتو او کړاوونو سره مخامخ شول. تر دې مخکې هم له هغو صوبو ایستل شویو افغانانو د چارواکو د ناسمې رویې شکایت کړی وو.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لوړپوړو چارواکو هم له افغان کډوالو سره د پاکستانيو چارواکو چلند "غیر اسلامي او غیر انساني" بللی دی.
د اپرېل پر اوومه په کابل کې د طالبانو د ريیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ یوه ځانګړې غونډه کې له ملګرو ملتونو غوښتنه وشوه چې د هغه "بشري ناورین" په مخنیوي او د کډوالو په "باعزته" ستنولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د پاکستان چارواکي له افغانانو سره د ناسم چلند تورونه ردوي او حکومت وايي چې ټول کډوال په "پوره درناوي" ستنول کېږي.
اخوا د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې پښین د سرخاب پنډغالي اوسېدونکو د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې ورته دې د هغه هېواد تابعیت (شهریت) ورکړي.
هغو افغان کډوالو د اپرېل پر نهمه د خپلو مشرانو جرګه وربللې وه چې ورته د بلوچستان له نورو پنډغالو هم د کډوالو مشران ورغلي ول.
کډوال وايي، په پاکستان کې کاروبارونه لري چې نیمګړي یې نه شي پرېښودای. دوی داراز وايي چې افغانستان ته په ستنېدو یې د نجونو تعلیم یې هم نیمګړی پاتې کېږي.
خو د پاکستان وفاقي حکومت وايي، د افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي.
د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.
هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
بلخوا هلته څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه هم لري.
اسلام اباد وايي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني جواز لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د مهاجرت نړیوال سازمان، د بشري حقونو کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان په ګډون د حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو مشرانو په تېرو میاشتو کې څو ځلې د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې او له حکومته یې غوښتي دي چې افغانان دې په زور نه ستنوي.
پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.
د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو.