د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ته ستنېدونکي له طالبانو د کور جوړولو لپاره ځمکه غواړي


افغانستان ته ستنېدونکي له طالبانو د کور جوړولو لپاره ځمکه غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00

افغانستان ته ستنېدونکو کډوالو د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې هلته دې ورته د کور جوړولو لپاره ځای ورکړي. د خیبر د لنډي کوتل (لواړګي) په لنډمهالي کیمپ کې یوشمېر افغانانو مشال راډیو ته وویل چې کلونه په پاکستان کې واوسېدل او په افغانستان کې د ژوند لپاره هېڅ جایداد او نورې شتمنۍ نه لري. دوی وايي، د طالبانو حکومت دې ورته ځمکه ورکړي. د طالبانو حکومت لا د کډوالو غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي خو په تورخم او نورو ځایونو کې یې ورستنېدونکو لپاره کیمپونه جوړ کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د خیبر ضلعي چارواکي وايي، د اپرېل له پیله تر ۱۰مې نېټې پورې پر تورخم وره تر ۳۴،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي. دوی وايي، ډېری کډې له پنجاب او سینده روانې دي. په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد. چارواکو تر دې وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د افغانانو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ. ویډيويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG