د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د زرګونو افغانانو د "لنډمهاله خوندیتوب حیثیت" لغوه کوي


يوه افغانه کورنۍ د امريکا په ورجينيا ايالت کې د مهاجرينو مرکز ته روان دي ـ انځور له ارشيفه
يوه افغانه کورنۍ د امريکا په ورجينيا ايالت کې د مهاجرينو مرکز ته روان دي ـ انځور له ارشيفه

د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ادارې ويلي دي چې په هغه هېواد کې د مېشتو زرګونو افغانانو او کامرونیانو د استوګنې" لنډمهاله خوندیتوب حالت" پای ته رسوي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د اپرېل پر ۱۱مه ويلي چې د هغه وزارت وزیرې کریسټي نويم موندلې چې په افغانستان او کامرون کې شرایط نور هغسې نه دي چې وګړي دې یې په امریکا کې د لنډمهاله خوندیتوب وړ وګڼل شي.

په دې اعلان سره به د شاوخوا ۱۴،۶۰۰ افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب حيثيت د روان کال په مې میاشت کې، او د شاوخوا ۷،۹۰۰ کامرونیانو د لنډمهاله خوندیتوب حيثيت به په جون مياشت کې پای ته ورسېږي.

امریکا کې د لنډمهاله خوندیتوب حق د هغو هېوادونو وګړو ته ورکول کېږي چې د وسلوالو شخړو یا طبيعي پېښو په څېر له داسې شرایطو سره مخامخ وي چې بېرته ورستنېدل يې ژوند په خطر کې اچوي.

په عمومي توګه د لنډمهاله خوندیتوب حیثیت تر ۱۸ میاشتو دوام کوي، خو د کورني امنیت د وزیر (وزيرې) لخوا نوی کېدای شي.

د امريکا د کورني امنیت وزارت ویاندې ټریشیا مېکلاکلین د اپرېل پر ۱۱مه په یوه بیان کې وویل، وزارت یې دې پایلې ته رسېدلی چې په افغانستان او کامرون کې شرایط نور له دې معیارونو سره سمون نه خوري.

رویټرز خبري اژانس د کډوالو د حقونو د فعالانو له قوله ویلي دي چې په وروستیو ورځو کې د افغانانو په شمول یو شمېر کډوالو پیغامونه ترلاسه کړي دي چې د استوګنې لنډمهاله اسناد یې لغوه شوي او دوی ته له امریکا څخه د وتلو لپاره اووه ورځې وخت ورکړل شوی دی.

مېکلاکلین تېره اونۍ تایید کړه چې د یو شمېر پناه غوښتونکو د دوه کلن استوګنې جوازونه لغوه شوي دي.

ډانلډ ټرمپ چې کله د روان کال په جنورۍ مياشت کې د دويم ځل لپاره د امريکا ولسمشر شو، نو ژمنه يې وکړه چې "غیر قانوني" کډوال به باسي.

هغه د پخواني ولسمشر جو بایډن د کډوالۍ پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د بایډن ادارې له "غیر قانوني" اقداماتو څخه کار اخیستی چې مهاجرینو ته اجازه ورکړي چې په قانوني توګه په امريکا کې پاتې شي.

ټرمپ له ۲۰۱۷ز کال څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال هم د کډوالو د لنډمهاله خونديتوب حيثيت د لغوه کولو هڅه کړې وه خو فېډرالي عدالتونو يې مخالفت کړی وو.

د ټرمپ ادارې د روان کال په مارچ مياشت کې ويلي ول چې د کیوبا، هېټي، نیکاراګووا او وېنېزوېلا له ۵۰۰،۰۰۰ د زیاتو کډوالو لنډمهاله قانوني حیثیت به هم لغوه کړي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG