پاکستاني چارواکي وايي، د اپرېل له پیل راهیسې یې تر ۸۵،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته لېږدولي دي.
په لنډي کوتل (لواړګي) کې د لنډمهالي کیمپ منتظمینو، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) او د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) چارواکو مشال راډیو ته وویل چې یوازې پر تورخم وره تر ۸۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته رسېدلی او چارواکو تر هغه وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د افغانانو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړی دی.
له هغه وخت راهیسې زیاتره کډوال د تورخم او په بلوچستان کې د چمن له لارې افغانستان ته ستنېږي خو تر اوسه په چمن وره د اوښتو کورنیو او وګړو کره شمېر معلوم نه دی. البته د پاکستان د کورنیو چارو رياستي وزیر طلال چودري د اپرېل پر ۱۸مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې د اپرېل له پیل راهیسې شاوخوا ۸۵،۰۰۰ افغانان په بېلابېلو لارو له پاکستانه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ورستنو شویو وګړو شمېر شاوخوا ۷۱،۰۰۰ ښيي.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو ورکړي ارقام نه شي تاییدولای.
چودري په خبري غونډه کې دا هم ویلي ول چې په خپله خوښه د افغانانو ستنېدو لپاره دویم حکومتي مهلت د اپرېل پر ۳۰مه پای ته رسي او په هېڅ صورت به یې نه غځوي.
ده وویل، تر هغې وروسته که افغانان په پاکستان کې اوسي نو یوازې په پاسپورټ او ویزه پاتې کېدای شي.
چودري زیاته کړه چې حکومت به د هغو کسانو ضد هم کاروايي کوي چې بې اسناده کډوالو ته په کرایه ځای ورکوي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د اپرېل پر ۱۸مه وویل چې د جاپان حکومت په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره درې مېلیونه ډالر ورکړي دي.
په تورخم کې چارواکي وايي، اوسمهال زیاتره کډې له پنجاب او سینده روانې دي. افغانان وايي، په هغو صوبو کې یې پولیس نیسي او افغانستان ته یې لېږدوي.
افغانان وايي چې په لاره کې له بېلابېلو مشکلاتو او کړاوونو سره مخامخ شوي دي. تر دې مخکې هم له هغو صوبو ایستل شویو افغانانو د چارواکو د ناسمې رویې شکایت کړی وو.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل پر ۱۹مه په کابل کې د پاکستان له مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار سره د پلاويو پر کچ د ليدنې پر مهال په پاکستان کي د افغان کډوالو پر وضعیت او جبري اخراج "ژوره اندېښنه او خواشیني" څرګنده کړه.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې ډار متقي ته باور ورکړ چې له افغان کډوالو سره به "ناوړه" چلند نه کېږي او د پاکستان امنيتي ادارې به د هغوی د جايدادونو او پانګو په برخه کې د هر ډول "خپلسري" عمل مخه نيسي.
د پاکستان چارواکو تر دې وړاندې هم له افغانانو سره د ناسم چلند تورونه رد کړي ول او ويلي يې ول چې ټول کډوال په "پوره درناوي" ستنوي.
د پاکستان حکومت وايي، د افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي.
د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.
هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
بلخوا هلته څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه هم لري.
اسلام اباد وايي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني جواز لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د مهاجرت نړیوال سازمان، د بشري حقونو کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان په ګډون د حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو مشرانو په تېرو میاشتو کې څو ځلې د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې او له حکومته یې غوښتي دي چې افغانان دې په زور نه ستنوي.
پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.
د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهالي حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو.