راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د "سټېم" په نوم ښوونځی بې وزله ماشومانو ته وړيا کمپيوټري او هنري زدکړې ورکوي. په دې اړه ويډيويي راپور.
په اسلام اباد کې د امير حمزه په نوم يو زده کوونکی په خپل هنر مزدوري کوي او د کور د مصرف پوره کولو تر څنګ زدکړې هم تر لاسه کوي. د هغه د کار او زدکړو په اړه تفصیل په ویډیو راپور کې وګورئ.
په اسلام اباد کې د نرښځیانو لپاره دا ځانګړی روغتون راني خان په نامه یو نرښځي جوړ کړی دی. په دې روغتون کې په رعایتي قیمت د نرښځیانو درملنه کېږي. راني خان وايي، روغتون د ځینو کسانو په بسپنو (چندو) چلېږي. د مشال راډیو ویډيويي راپور وګورئ.
د پښتو ژبې ليکوال او شاعر سعادت علي سحر د خيبر پښتونخوا د کواټ (کوهاټ) ضلعې د لاچۍ اوسېدونکی دی خو ډېره موده يې په دره ادم خېل کې تېره کړې ده او هلته د يو سرکاري ښوونځي سرښوونکی وو. د نوموړي عمر ۸۰ کلونو ته نېزدې دی خو اوس هم په ادبي توګه فعال ژوند تېروي. موږ له سحر سره د هغه پر ادبي سفر مرکه کړې ده
په پاکستان کې تر کوچني اختر وروسته د مساپر وړونکو ګاډو په کرايو کې اضافه شوې ده چې ولس يې له ستونزو سره مخامخ کړی دی. مساپر وايي چې يو خوا ګاډي په مشکل پيدا کېږي او بلخوا کرايې زياتې اخلي چې دوی يې وس نه لري. په دې ويډيويي راپور.
په پاکستان کې عموماً د اختر په شپه بازارونو کې ګڼه ګوڼه زیاتېږي او خلک بېلابېل شیان اخلي. د هغه هېواد د رویت هلال مرکزي کمېټۍ د مارچ پر ۱۹مه وویل چې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې نو ځکه به کوچنی اختر د مارچ پر ۲۱مه لمانځل کېږي. په دې ویډيويي رپورټ کې د راولپېنډۍ د یو بازار حال درکوو.
د پنجاب حکومت په لارو کوڅو کې د مېوو او سبزيو پلورونکو ته نوې کراچيانې (رېړۍ يا ګاډې) ورکړې دي او د هغوی لپاره يې په ښارونو کې ځايونه ځانګړي دي.
په اسلام اباد کې د نرښځیانو په یوازینۍ مدرسه کې د نرښځیانو ترڅنګ عامو خلکو ته روژه ماتی برابرېږي. نرښځیان وايي، د جامو ګنډلو کاروبار لري او ورڅخه په ګټلیو پیسو بیا روژه ماتی تیاروي. دوی وايي، ځینې شتمن خلک هم ورسره د دې خیراتي چارې د ترسره کولو لپاره مرسته کوي. ویډيويي رپورټ.
د راولپنډۍ په کرتار پوره کې د خوراکونو بازار په روژه کې ټول خلاص وي او د پيشلمي لپاره پکې ګڼ ډول خواړه تيارېږي. دغه بازار ته د راولپنډۍ او اسلام اباد تر څنګ د نورو لرې پرتو سيمو خلک هم د پېشلمي لپاره ورځي
اسلام اباد کې د عیسیانو احتجاج
د پښتو په مشرانو ليکوالانو کې حيران خټک يو له هغو څو کسانو څخه دی چې په ځوانۍ کې يې ژباړې ته پام کړی دی.
د کرکټ د نړۍ ۱۴ وتلیو لوبغاړو او د لوبډلو مشرانو د پاکستان حکومت ته یو لیک استولی چې د عمران خان پر روغتیايي وضعیت اندېښمن دي او غوښتنه کوي چې په سمدستي توګه دي د هغه طبي معاینې وشي.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د مورنيو ژبو درې ورځنۍ مېله د فبرورۍ پر ۱۵مه پای ته ورسېدله. په هغه مېله کې د پاکستان د نورو ژبو تر څنګ د پښتو ژبې شاعرانو، ليکوالانو او هنرمندانو ګډون کړی وو.
د پښتو ادب د څېړونکو په باور افګار بخاري د غزل شاعر وو او په دې لاره کې ترې د لازیاتو پنځونو تمه کېده خو دا چې د سندرغاړو له برکته یې سندرې مشهورې شوې نو د هغه زیاته علاقه له سندرو ېرف ته لاړه. د افګار بخاري لیکلې سلګونه سندرې رسول باچا، نصرالله مروت، خیال محمد، شاه ولي، ګلزار عالم او نورو ویلې دي.
بشير باران ځوان افغان شاعر دی چې تر اوسه یې دوه ټولګې خپرې کړې دي. یوشمېر کره کتونکي د هغه پر شاعرۍ نیوکه کوي چې ګواکې سیاسي شاعري کوي
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په یو امام باړه کې د شوي ځانمرګي په نتیجه کې د وژل شویو چنازې شوې دي. په دې برید کې لږترلږه ۳۱ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان وو. داعش وسلوالې ډلې یې ذمه واري منلې ده.
په اسلام اباد کې د ښځو مېلې په نوم دوه ورځنی بازار لګېدلی وو چې پکې بېلابېل شیان خرڅلاو ته ایښوول شوي ول. هغه مېله د فبرورۍ پر لومړۍ پای ته ورسېده چې ورته ګڼ خلک ورغلي ول. د مېلې هدف په کور کې دننه کارکوونکو ښځو ته د کاروبار موقع برابرول ول. ویډیويي رپورټ.
مجبور سورانی نه يوازې د پښتو يو رنګين او خوږ ژبې شاعر دی بلکې په نثر کې يې هم ډير کار کړی دی ۔ هغه د خيبرپښتونخوا په جنوبي سيمو کې د ادبي تذکره نګارۍ بنسټګر هم دی او د بنو تر ټولو پخواني ادبي تنظيم "تينقيدي ټولنه" روح روان او لس کاله مشر سيکتر هم پاتې شوی .
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جونيير جناح ټرسټ په نوم یو خیریه بنسټ د بالغو نجونو او ښځو لپاره وړیا ښوونځی پرانیستی دی. په ښوونځي کې داسې ښځو ته د ځیرک موبایل په مرسته تعلیم ورکول کېږي چې په ټول ژوند کې ښوونځي یا سکول ته نه دي تللې. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.
نور وښیئ