د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان وايي پولیسو په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د یوې خبریالې په ګډون ګڼ کسان نیولي دي


په کراچۍ کې پولیس پر کورونو د چاپو پر مهال د افغان کډوالو اسناد ګوري - انځور له ارشیفه.
په کراچۍ کې پولیس پر کورونو د چاپو پر مهال د افغان کډوالو اسناد ګوري - انځور له ارشیفه.

په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت افغانان وايي، پولیسو په تېرو ورځو کې د چاپو پر مهال د یوې خبریالې په ګډون ګڼ بې اسناده او افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي نیولي دي.

د اسلام اباد په بي-۱۷ سیمه کې یوشمېر افغانانو د اپرېل پر ۱۶مه د موضوع حساسیت له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پولیس یې هره ورځ او "ان شپې هم پر کورونو چاپې وهي" او کسان نیسي. د اسلام اباد په هغه برخه کې ګڼ افغانان پراته دي.

افغانانو دعوه وکړه چې پولیس یې کورونو ته ننوځي او د اپرېل پر ۱۵مه یې شپې مهال له یو کوره د ښځو او ماشومانو په ګډون "پینځه"، له دویم څخه "۱۰" او له درېیم کوره یې "درې" تنه نیولي دي.

دوی داراز وویل چې دوه ورځې وړاندې په نیول شویو کې خبریاله فرشته سدید هم شامله ده چې ویزه نه لري خو فرانسې ته د تګ په انتظار له خپلو خویندو سره یوځای په اسلام اباد کې اوسېده.

افغانانو مشال راډیو ته وویل، سدید ته د فرانسې سفارت اسناد ورکړي چې پولیسو ته یې وښوول خو هغوی بیا هم ونیوله.

د دوی په وینا، چې پولیسو نوموړې حاجي کیمپ ته لېږدولې او ښايي له هغه ځایه افغانستان ته واستول شي.

هغوی وايي، فرشده سدید په کاپیسا ولایت کې د "راډیو بهار" خبریاله وه چې پر ۲۰۲۱ز کال پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللې وه.

هغوی زیاتوي چې وېره لري چې که هغه هېواد ته ولېږدول شوه نو طالبان به یې زندان ته واچوي.

افغانان وايي پولیسو فرشته سدید حاجي کیمپ ته انتقال کړې ده - پخوانی انځور.
افغانان وايي پولیسو فرشته سدید حاجي کیمپ ته انتقال کړې ده - پخوانی انځور.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د سدید د نیول کېدو تر راپورونو وروسته په پاکستان کې د افغان خبریالانو پر وضعیت اندېښنه ښوولې ده.

هغه جرمني مېشتي سازمان د اپرېل پر ۱۵مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې د پولیسو دا ډول کړنې د "کډوالو او خبریالانو" د حقونو خلاف بللې دي او له حکومته یې د نوموړې د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

خو د اسلام اباد او راولپېنډۍ پولیس وايي د فرشتې سدید ګرفتارۍ په اړه معلومات نه لري.

د پولیسو چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اپرېل پر ۱۶مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې بې اسناده او افغان تابعیت کارډ لرونکي ځکه نیسي چې حکومت ورته د مارچ تر ۳۱مې پورې د هېواد پرېښودو مهلت ورکړی وو چې پای ته رسېدلی دی.

دوی وايي، "په دې کار نه لري" چې په نیول شويو کې "څوک ژورنالېسټ شته او که نه."

پولیس وايي، تراوسه یې "تر ۱،۴۰۰ زیات افغانان" د اسلام اباد د ګولړې موړ موقتي پنډغالي او لسګونه نور یې حاجي کیمپ ته لېږدولي چې ورڅخه څه باندې ۹۰۰ یې افغانستان ته لېږدولي دي.

پولیس زیاتوي چې له اسلام اباد او راولپېنډۍ څخه افغانستان ته په لېږدول شویو کې ۲۵۳ ماشومان او ۱۹۹ ښځې شاملې وې.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې چارواکي وايي، د اپرېل له پیله د میاشتې تر نیمايي پورې پر تورخم وره شاوخوا ۵۴،۰۰۰ افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي. دوی وايي، اوسمهال زیاتره کډې له پنجاب او سینده روانې دي.

د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.

هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.

په کراچۍ کې پولیس د افغان کډوالو کور ته د داخلېدو لپاره له دروازې ورګوري - انځور له ارشیفه.
په کراچۍ کې پولیس د افغان کډوالو کور ته د داخلېدو لپاره له دروازې ورګوري - انځور له ارشیفه.

بلخوا هلته څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه هم لري.

اسلام اباد وايي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني جواز لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د مهاجرت نړیوال سازمان، د بشري حقونو کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان په ګډون د حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو مشرانو په تېرو میاشتو کې څو ځلې د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې او له حکومته یې غوښتي دي چې افغانان دې په زور نه ستنوي.

هغوی د پاکستان پر اقدام انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانانو هېواد ته ستنول یې ژوند له خطر سره مخامخولای شي.

د پاکستان حکومت وايي، د افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.

په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.

د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهالي حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر لومړی پړاو پیل شو.

له هغه وخت راهیسې حکومت په لومړي پړاو کې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG