د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په کابل کې د طالبانو له رييس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره ملاقات کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۹مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې د ليدنې پر مهال دواړو خواوو د امنیت، سوداګرۍ، ترانزیټي همکاریو او د ولسونو ترمينځ د اړیکو د پراخولو په شمول د متقابلې دلچسپۍ پر مهمو موضوعاتو نظرونه تبادله کړل.
پر دې مهال د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان او د دواړو هېوادونو يوشمېر نور چارواکي هم ناست ول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دواړو خواوو د دوامدارو اړیکو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړه او هوکړه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځ به د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره پر لوړ کچ تماسونه او لیدنې دوام ولري.
بلخوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې له اسحاق ډار سره د پلاويو پر کچ خبرو کې امير خان متقي په پاکستان کي د افغان کډوالو پر وضعیت او جبري اخراج خپله "ژوره اندېښنه او خواشیني" څرګنده کړه.
نوموړی زياتوي چې متقي په "ټینګار" سره له پاکستانيو چارواکو وغوښتل چې هلته د میشتو او راتلونکو افغانانو د حقونو د "ضایع کېدو" مخنیوی وکړي.
بيان پر مخ ليکي، ډار متقي ته باور ورکړ چې له افغان کډوالو سره به "ناوړه" چلند نه کېږي او د پاکستان امنيتي ادارې به د هغوی د جايدادونو او پانګو په برخه کې د هر ډول "خپلسري" عمل مخه نيسي.
د حافظ ضيا په وينا، اسحاق ډار همداراز څرګنده کړه چي حکومت یې له افغانستان سره دوه اړخیز تجارت او ټرانزیټ ته د لا پراختیا هوډ لري او ژمنه یې وکړه چې په یادو برخو کې به "لازمې اسانتیاوې" رامينځته کوي.
بيان زياتوي چې ډار متقي ته د پاکستان د رسمي سفر بلنه ورکړه چې په وينا يې دا ډول د "لوړې کچې راشه درشه" دوام پیدا کړي.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۹مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي ول چې ډار ته د دغه يو ورځني سفر بلنه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ورکړې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال افغانستان ته تللی چې روانه اونۍ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په یو ورځني سفر کابل ته ولاړ او د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ چارو د سرپرست وزیر نور الدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی په درې ورځني سفر په پاکستان کې دی.
صادق خان د اپرېل پر ۱۶مه په کابل کې له متقي سره د لیدنې پر مهال افغانستان ته د ډار د سفر خبر ورکړی وو.
د پاکستان او د طالبانو د حکومتي چارواکو دا سفرونه او ملاقاتونه پر داسې مهال کېږي چې اسلام اباد د اپرېل له پیل راهیسې لسګونه زره افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي او بې اسناده افغانان هېواد ته لېږدولي دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل پر ۱۶مه په کابل کې له صادق خان سره هم د لیدو پر مهال له پاکستانه د افغانانو پر "جبري اخراج ژوره اندېښنه" وښوده او "د باور په فضا" کې یې د "خبرو اترو له لارې" د ټولو مسلو پر هواري ټینګار کړی دی.
تر دې یوه ورځ وروسته عزیزي په اسلام اباد کې له افغان کډوالو او سوداګرو سره د لیدو پر مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) له اصولو سره سم د افغان کډوالو "د خوندي" او "باعزته" ستنولو غوښتنه وکړه او په دې اړه یې له پاکستان سره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د طالبانو او اسلام اباد ترمینځ تعلقات
د پاکستان او طالبانو حکومتونو ترمینځ تعلقات له یوې مودې راهیسې ساړه دي چې په وروستیو کې د افغانانو د جبري ستنولو او په فبرورۍ کې د تورخم وره تړلو او هلته د نښتو له وجې لا خراب شول.
په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد. چارواکو تر دې وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د بې اسناده او افغان تابعیت کارډ لرونکو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ.
د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.
هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
د پاکستان د کورنیو چارو رياستي وزیر طلال چودري د اپرېل پر ۱۸مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل وویل چې د اپرېل له پیل راهیسې ۸۵،۰۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته لېږدول شوي دي. خو د طالبانو حکومت دا شمېره شاوخوا ۷۱،۰۰۰ ښيي.
تر دې مخکې د تورخم دروازه د پوستې جوړولو پر سر د لانجې له کبله تر شاوخوا یوې میاشتې پورې تړلې وه چې د مارچ پر ۱۹مه بیا پرانیستل شوه.
د پاکستانیو امنیتي چارواکو د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته د تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په "ممنوعه" سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبان ټینګار کوي چې په خپله خاوره کې یې تاسیسات جوړول.
تر هغې وروسته د دواړو خواوو چارواکو دوه ځلې د لارې پرانیستو په اړه خبرې وکړې خو نتیجې ته و نه رسېدل.
په تورخم کې د دروازې تر تړل کېدو وروسته د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ څو ځلې نښتې وشوې چې یوشمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وه.
د دواړو لورویو ترمینځ د تعلقاتو د خرابېدو له کبله دوه اړخیزه سوداګري هم خورا اغېزمنه شوه او د افغانستان او خیبر پښتونخوا سوداګر وايي چې تر شاوخوا یوې میاشتې پورې د تورخم لارې بندېدو له وجې سوداګرو ته د شاوخوا ۵۰۰ مېلیونه امریکايي ډالرو زیان واوښت.
تورخم د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د خلکو د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.