په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي په پاکستان کې تجارتي کانټېنرونه بند پاتې دي.
د تجارت وزير نورالدين عزیزي د نومبر په ۱۸مه په کابل کې یوې غونډې ته د وينا په وخت وويل چې په کراچۍ او نورو ځایونو کې د افغان سوداګرو ۱۲۰۰۰ کانټېنرونه ولاړ دي. هغه زیاته کړه چې پاکستان او افغانستان د ښو ګاونډيانو په توګه ډيره سوداګري کولی شي خو سیاستونه یې دې کار ته نه پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې (چيمبر اف کامرس) د پاکستان له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره د سوداګریزو مالونو د لېږد لپاره لارې خلاصې کړي. دې خونې د نومبر په ۱۸مه په يو بیان کې وويل چې زرګونه لارۍ د پاکستان په بندرونو او تمځایونو کې ولاړې دي چې د ورځې پرې لږ تر لږه له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ډالرو پرې مالیې او نور مصارف راځي. تر اوسه پاکستان د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي.
د اکتوبر له دولسمې را وروسته چې د افغان طالبانو او پاکستاني سرتيرو تر منځ درنې نښتې وشوې د تورخم او چمن په ګډون ټولې لارې د سوداګرۍ په مخ وتړل شوې. سوداګر وايي له دې وجې لږ تر لږه ۳۰۰ میلیونه ډالره د دواړو غاړو سوداګرو ته تاوان رسېدلی دی.
که څه هم د پاکستان وفاقي حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي خو د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د لارو د بندیدو مخالفت کړی دی. د صوبې د کور جوړونې (هاوسېنګ) چارو وزیر او په صوبايي اسمبلۍ کې د سوات استازي ډاکتر امجد علي ویلي چې صوبايي حکومت له افغانستان سره د سوداګرۍ بندولو مخالفت کوي.
نوموړي د نومبر پر ۱۵مه د سوات د خبریالانو په مرکز کې خبري غونډې ته وویل چې له افغانستان سره د تجارت بندول د صوبې ولس او کاروباریانو ته تاوان رسوي. ورته خبرې د خیبر ضلعې مدني فعالانو، تجارانو، قومي مشرانو او د سیاسي ګوندونو غړو د نومبر په ۱۶مه په يوه مظاهرې کې کړې وي. دوی ويلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بندیدل د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشتو پښتنو ته مالي زیان رسوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو غوښتنه کړې ده چې د پاکستان پر ځای دې پر "بدیلو لارو" سوداګریزې چارې وسنجوي. نوموړي د نومبر پر ۱۲مه په کابل کې د افغان سوداګرو او صنعتکارانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په پاکستان کې د تجارتي تړونونو لرونکو افغان کاروباریانو ته درې میاشتې وخت ورکړی چې خپل حسابونه پاک کړي.
تر دې وروسته د افغانستان او پاکستان سوداګرو د دواړو هېوادونو ترمينځ د تجارتي لارو پر بندېدو خواشيني وښوده او غوښتنه یې وکړه چې سوداګري دې په هر ډول حالاتو کې دوامداره پاتې شي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې يو مشر غړي ډاکټر مخلص د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د لارو بندېدو له امله د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په مېليونونو ډالرو زیان اوښتی دی. د نوموړي په وينا، داسې نړیوال ضمانت باید موجود وي چې په جنګ او سیاسي کړکېچ کې هم د پاکستان او افغانستان ترمينځ لارې بندې نه شي.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر غځېدلو لارو نه يوازې د دواړو خواوو ولسونو تګ راتګ کاوه بلکې دا د دوه اړخيزې سوداګرۍ او روزګار یوه لويه ذریعه هم ده. د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته پراته خلک هم اندېښنه لري چې وار له مخه دوه اړخیزې سوداګرۍ ته ډېر تاوان رسېدلی دی او که لارې همداسې بندې پاتې وي، نو کاروباریانو ته به ډېر مالي زيانونه ورسي.
د دې ترڅنګ د پاکستان او افغانستان ترمینځ لارۍ چلوونکو هم وخت احتجاجونه کړي دي او د تړلو لارو د بیاپرانیستو غوښتنه کوي. د پاکستان او د طالبانو حکومتي استازو په اکتوبر کې په دوحې او بیا په استنبول کې تر خبرو وروسته د نومبر پر شپږمه او اوومه په درېیم ځل په استنبول کې مذاکرات وکړل چې بې نتیجې پای ته ورسېدل.