د لاسرسي ځای

تازه خبر

متقي وايي افغانستان کې هېڅ "ترهګره ډله" وجود نه لري


امیر خان متقي په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
امیر خان متقي په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي چې په افغانستان کې هېڅ "ترهګره ډله" وجود نه لري.

امیر خان متقي د جولای پر ۱۷مه په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت یوې غونډې ته په وینا کې د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخیست خو "غرب" یې یاد کړ او پوښتنه یې وکړه چې هغه چې تور پورې کوي چې په افغانستان کې د "القاعده او نورې ډلې موجودې دي"، نو هغوی دا "معلومات" د کوم "مېکانېزم" پر اساس ترلاسه کوي؟

نوموړي وړاندې وویل چې هغه هېوادونه له "مغرضو کړیو" او د "افغانستان د دښمنانو له منابعو معلومات" ترلاسه کوي او بیا یې "مستند معلومات بولي."

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه چې په افغانستان کې د وسلوالو ځالې نه شته. "دا چې دلته د ترورېستانو (ترهګرو) مرکزونه دي، د تنظیمونو مرکزونه دي، دلته د نورو [ډلو مرکزونه] دي، نو دا افغانان یې ولې نه ویني؟ دا ۴۰ مېلیونه انسانان یې ولې نه ویني؟ دا دلته موجود سفارتونه یې ولې نه ویني؟ دا ډېپلوماټان یې ولې نه ویني؟ دا سیاحین (سیلانیان) یې ولې نه ويني؟"

متقي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې پاکستان د جولای پر ۱۷مه وویل چې د خیبر پښتونخوا د بنو پر چاوڼۍ یې د وسلوال برید پر سر یې په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د سفیر مرستیال ته سخت احتجاج کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې یې د افغانستان د سفارت مرستیال وزارت ته ورغوښتی وو او ورته یې سخت احتجاج وکړ.

د پاکستان پوځ د جولای پر ۱۶مه وویل چې په بنو کې د جولای پر ۱۵مه پر چاوڼۍ په حمله کې اته سرتېري ووژل شول.

پوځ وايي چې د برید پر مهال یې په نښته کې ټول ۱۰ مشکوک وسلوال وژلي دي.

د "جيش الفرسان محمد" په نوم يوې وسلوالې ډلې د بريد مسووليت منلی وو.

خو د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې "افغانستان مېشتې حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې" پر بنو چاوڼۍ بريد کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې حافظ ګل بهادر ډله او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په پاکستان کې په "ګڼو ترهګرو بریدونو" کې د "سلګونو ملکي وګړو او د قانون پلي کوونکو ادارو غړو" د وژنې مسوول دي.

په بیان کې د طالبانو پر حکومت د بنو د برید "د بشپړو پلټنو"، پکې د ککړو کسانو پرضد د "سمدستي، قوي او اغېزناکه" اقداماتو او د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د حملو د تکرارېدو د مخنیوي غوښتنې شوې دي.

دا لومړی ځل نه وو چې اسلام اباد د طالبانو له حکومته د ټي ټي پي او نورو وسلوالو ډلو پرضد د اقداماتو غوښتنه وکړه بلکې پاکستانيو چارواکو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په بیا بیا تور پورې کړی دی چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون وسلوالې ډلې د افغانستان خاوره کاروي او پر پاکستان حملې کوي.

د طالبانو حکومت په بیا بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پټنځایونه نه شته، هېچا ته د افغانستان د خاورې کارولو اجازه نه ورکوي او دا چې د ټي ټي پي وسلوال فعالیتونه د پاکستان داخلي موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.

له پاکستان پرته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټۍ هم روانه میاشت په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعدې او اسلامي دولت (داعش) په څېر د وسلوالو ډلو په "خوندي ځای" اوښتی دی.

په رپورټ کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور یادونه هم شوې وه.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه رپورټ رد کړ او و یې ویل چې هغه د ناسمو معلوماتو پر اساس جوړ شوی دی.

نوموړي د جولای پر ۱۳مه طلوع نیوز ټېلېوېژن ته وویل چې داعش ډله یې "ځپلې" او نورې ډلې لکه "القاعده او ټي‌ ټي‌ پي" چې د امنیت شورا کمېټۍ یې یادونه کړې، په افغانستان کې حضور نه لري.

تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو او د امریکا په ګډون یوشمېر هېوادونو او سازمانونو د طالبانو حکومت له القاعدې ډلې سره د "ټینګو اړیکو" په لرلو تورن کړی، خو هغوی دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG