د خیبر پښتونخوا په بنو کې د فیبرورۍ په اوومه، په دوو بېلابېلو بریدونو کې د دوو پولیس سرتېرو په ګډون پینځه تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.
د بنو د پولیسو ویاند، خنظا الله، مشال راډیو ته وویل، چې وسلوالو تېره شپه ناوخته د بنو فتح خېل د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې په پایله کې یې دوه پولیس سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. پر دغه پولیس پوسته وسله والو مخکې هم برید کړی و.
د ځایي خلکو او پولیس چارواکو په وینا، وسلوالو د بنو ګربز سیمه کې د امن کمیټۍ پر دفتر برید کړی، چې په کې درې کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د کمیټۍ یو غړی، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، مشال راډیو ته وویل، چې له ۳۰ تر ۴۰ پورې وسلوالو د کمیټۍ پر دفتر برید وکړ، چې له امله یې مرګژوبله اوښتې ده.
د دواړو بریدونو مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده، چې د خیبر پښتونخوا په بنو، او د سرمه جانيخېل، لکي مروت، کې وسلوالو پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي. بلخوا، پوځ او پولیسو په سیمه کې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.