د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې سلګونه خلکو د وژل شویو جنازه کې ګډون کړی دی


بنو کې سلګونه خلکو د وژل شویو جنازه کې ګډون کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:03 0:00

د بنو سلګونه اوسېدونکو د مارچ پر پینځمه په سپورټس کمپلېکس کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د هغو ملکیانو په اجتماعي جنازه کې ګډون وکړ چې د مارچ پر څلورمه پر چاوڼۍ په ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي ول. ځايي خلک وايي، ناامنۍ زښت اندېښمن کړي دي. پوځ وايي، په برید کې ۱۳ تنه وژل شوي، ۳۲ ژوبل دي. پوځ دا هم وايي چې تر برید وروسته په نښته کې پینځه سرتېري او ټول ۱۶ مشکوک وسلوال وژل شوي دي. جیش فرسان محمد نومي وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې. د جنارې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG