شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
د فبرورۍ پر ۱۶مه په چارسده کې د هنرمندو ښځو په نوم د ښځو په لاس د جوړو توکو دوه ورځنۍ مېله جوړه شوې وه۔ په دې مېله کې په کورونو کې د ښځو د لاس جوړ شيان نندارې او پلور ته وړاندې شوې دي چې هدف يې دغه ښځو ته بازار ته لاسرسې ورکول دی. ويډيويي راپور.
دوی وايي که بیرته افغانستان ته ولېږل شي نو ژوند به یې له خطرسره مخامخ شي. نومیالی سندرغاړی بریالی ولي هم له دې هنرمندان دی چې اوسهمال په پاکستان کې مېشت او د خپل برخلیک په اړه اندېښمن د
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د خیبر ضلعې له تیرا څخه د دې لپاره د خلکو اېستل پیل کړي چې د دوی په وینا هلته د وسلوالو پرضد پوځي عملیات وکړي.
د ۲۰۲۲م کال په سېلابونو کې د چارسدې ترخې په اخون اباد سیمه کې د نجونو سکول دېوالونه نړېدلي وو خو تر اوسه لا هم نه دي رغول شوي. د سکول ښوونکې او زده کوونکي وايي چې دوی ځان خوندي نه محسوسوي. دوی غوښتنه کوي چې د سکول دېوالونه دې زر تر زره ورته جوړ کړي.
د دولتي ادارو د خصوصي کولو یا نجکارۍ چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار محمد علي د ډېسېمبر پر ۲۴مه رویټرز اژانس ته په مرکه کې وویل، ټاکل شوې چې هوايي شرکت تر هغه وخت پورې تازه پانګه هم ترلاسه کړي.
د خیبر پښتونخوا په مردان کې ضلعي انتظامیې د انځورګرۍ او خطاطۍ نندراتون جوړ کړی چې ورته د ولسي وګړو ترڅنګ د ښوونځيو، کالجونو او پوهنتونونو زده کوونکي ورغلي ول. په نندراتون کې زیاتره هنري ټوټې د هنرمند اجمل شاه اجملین وو. نور د شبیر احمد جان په ویډیويي راپور کې.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د شورا یو مشر سید اغا د ډېسمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ځي خو د ده په وینا، د پاکستان حکومت باید دوی ته دومره وخت ورکړي چې د ژمي دا دوې میاشتې تېرې شي.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ درېدو او لارو بندېدو له وجې د پېښور په ګوړې منډیۍ کې کاروبار زښت خراب شوی دی. سوداګر وايي، له دې سره د ګوړې بیه هم ټیټه شوې ده. په خیبر پښتونخوا کې لسګونه زره خلک د ګوړې له کاروبار سره تړلي دي. ویډیويي رپورټ.
د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر ايمل ولي خان دعوه کړې ده چې د پاکستان مرکزې حکومت په امر له ده، د ده له پلار اسفند يار ولي خان او کورنۍ څخه دولتي امنيتي ساتونکي اخيستل شوي دي.
دا تر هغې وروسته ده چې دوو صوبايي وزیرانو فیصل خان ترکي او عاقب الله د اکتوبر پر لومړۍ نېټه له وزارتونو استعفا ورکړې.
د یاد ګوند مشران وايي په مظاهره کې زرګونو کسانو ګډون کړی او د پاکستان له حکومته یې د بخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د پېښور دوو وکیلانو سیف الله محب کاکاخېل او نعمان محب کاکاخېل عدالت ته د هغو افغان کډوالو قضیه وړې وه چې له پاکستانیو وګړو سره یې نکاح کړې، ماشومان لري او اوس د پاکستان حکومت ورته له هېواده د وتلو امر کړی دی.
د عوامي نيشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر میا افتخار حسین وايي د پاکستان حکومت دې افغان کډوال په زوره نه وباسي.
د اعلاوزیر د روغتیايي خدماتو سلاکار احتشام علي د اګست پر ۲۱مه په پېښور کې مشال راډیو ته وویل، په سېلاب ځپلو سیمو کې یې د معدې، پوستکي، سترګو او نورو ناروغیو د درملنې لپاره ګرځنده کلېنېکونه او طبي کیمپونه پرانیستي دي.
د ۱۹۴۸ کال د اګست پر ۱۲مه د هغه وخت د شمال مغربي سرحدي صوبې، چې اوس خیبر پښتونخوا بلل کېږي، حکومت په بابړه کې د خدايي خدمتګارانو پر احتجاجیانو ډزې وکړې او په سلګونو کسان یې ووژل.
د خیبر پښتونخوا د سرکاري ادارو کارکوونکو په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړې ده. احتجاجیانو د جولای پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، له صوبايي حکومته د وفاقي ادارو د کارکوونکو په څېر مراعات غواړي. صوبايي حکومت لا د ناستې په غبرګون کې څه نه دي ویلي. ویډيويي رپورټ.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې سږ کال په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ۱۰، په سیند کې پینځه او په پنجاب او د اسلام اباد تر واک لاندې په ګلګت - بلتستان کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ مسلې د هواري لپاره ګڼګوندیزه غونډه وربولي.
نور وښیئ