د خیبر ضلعې یو انتظامي چارواکی وايي، د اپرېل له پیله د میاشتې تر نیمايي پورې پر تورخم وره شاوخوا ۵۴،۰۰۰ افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي.
د خیبر ضلعې د بیارغونې او بحالۍ چارو مرستیال کمېشنر ارشاد علي مومند د اپرېل پر ۱۵مه مشال راډیو ته په استولي لیکلي بیان کې ویلي چې له هغو څخه یې زیاتره افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي او لسګونه بې اسناده افغانان ول چې هېواد ته یې ولېږدول.
چارواکي وايي، اوسمهال زیاتره کډې له پنجاب او سینده روانې دي. افغانان وايي، په هغو صوبو کې یې پولیس نیسي او افغانستان ته یې لېږدوي.
اخوا د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې انتظامي او پولیس چارواکو په تېرو ورځو کې افغانانو ته په خپله خوښه هېواد ته د ستنېدو سپارښتنه کړې ده خو له هغې صوبې څخه لا د هغوی د ګرفتارۍ او جبري اخراج راپورونه نه شته.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د اپرېل پر څلورمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې پولیسو او انتظامیې ته یې امر کړی دی چې افغان کډوال دې په زور نه باسي.
په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد. چارواکو تر دې وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د افغانانو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ.
له هغه وخت راهیسې زیاتره کډوال د تورخم او په بلوچستان کې د چمن له لارې افغانستان ته ستنېږي خو تر اوسه په چمن وره د اوښتو کورنیو او وګړو کره شمېر معلوم نه دی.
د خیبر چارواکو په لنډي کوتل (لواړګي) کې د ستنېدونکو افغانانو د نوملیکنې او ثبتولو لپاره یو لنډمهالی کیمپ جوړ کړی دی. د پاکستان له مختلفو برخو ایستل شوي افغانان لومړی هغه کیمپ ته ځي او د رسمي چارو تر بشپړېدو وروسته له هغه ځایه د تورخم له لارې هېواد ته لېږدول کېږي.
په لنډي کوتل کیمپ کې موجود یو شاوخوا ۸۰ کلن افغان، چې نوم یې و نه ښود، د اپرېل پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، "۵۰ کاله" یې په پاکستان کې تېر کړل او اوسمهال د پنجاب "په میاوالۍ" مېشت وو چې چارواکو ورته د وتلو امر وکړ.
دی وايي، ښځه یې مړه ده او له درې بچیو سره روان دی. د ده په خبره، اصلاً د "بغلان ولایت د پلخمري" اوسېدونکی دی او زیاته یې کړه چې هلته "یو شی د خدای نه لرو، بس خلاص. مېنه او ځمکه نه لرو."
افغانان وايي چې په لاره کې له بېلابېلو مشکلاتو او کړاوونو سره مخامخ شوي دي. تر دې مخکې هم له هغو صوبو ایستل شویو افغانانو د چارواکو د ناسمې رویې شکایت کړی وو.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل پر ۱۴مه په کابل کې د پاکستان د سفارت له ناظم الامور (شارژدافېیر) عبیدالرحمان نظاماني سره د لیدو پر مهال د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده او ورسره یې د پاکستانیو چارواکو "روان ناسم چلند پاروونکی او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان وباله."
د پاکستان چارواکي له افغانانو سره د ناسم چلند تورونه ردوي او حکومت وايي چې ټول کډوال په "پوره درناوي" ستنول کېږي.
د پاکستان حکومت وايي، د افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي.
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ چارو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی د اسلام اباد او د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان په مشرۍ پلاوی د کابل په سفر دی.
د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.
هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
بلخوا هلته څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه هم لري.
اسلام اباد وايي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني جواز لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د مهاجرت نړیوال سازمان، د بشري حقونو کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان په ګډون د حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو مشرانو په تېرو میاشتو کې څو ځلې د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې او له حکومته یې غوښتي دي چې افغانان دې په زور نه ستنوي.
پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.
د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهالي حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو.