د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې پر پوځ زیاتې شوې حملې: بي اېل اې وسله واله ډله ولې قوي شوې ده؟


د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير د وژل شويو پوځيانو تابوتونو ته ولاړ دی.
د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير د وژل شويو پوځيانو تابوتونو ته ولاړ دی.

په بلوچستان کې د ناامنيوو د زياتېدو يوه لويه وجه د کارپوهانو په وينا، د پاکستاني ریاست لخوا د هغې صوبې د ولس ستونزې نه هوارول دي.

دا په داسې حال کې ده چې بلوڅ بیلتون پالې وسله والې ډلې، بلوڅ لبریشن ارمي، په بلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه ډير کړي دي. د چارو شنونکي وايي چې په بلوچستان کې په تېرو دوه لسیزو کې وسله وال فعالیتونه ځکه ډیر شوي چې ریاست تر اوسه د ولس د ستونزو د هواري کومه سیاسي لاره نه ده خپله کړې. بلخوا د بي اېل اې په ستراتېژۍ کې ځيني بدلونونو د دغه ډلې اغیز ډېر کړی دی.

بلوچستان قدرتي وسایل لرونکې صوبه ده چې پکې د تیرو خواوشا ۲۰ کالونو راهیسې له پاکستانه د بېلېدو لپاره مخ په زیاتیدونکې هلې ځلې لیدل کیږي. د مارچ په ۱۶ مه د بلوچستان په بولان کې بلوڅ لبریشن ارمي د جعفر ایکسپریسپه نامه هغه ریل ګاډی محاصره کړ چې له ۴۰۰ زیات مسافر پکې وو. پاکستاني چارواکي وايي چې وسله والو ۲۶ یرغمل کسان وژلي چې ۱۸ پکې پوځيان وو. پوځ د ۳۳ وسله والو د وژلو دعوه هم کړې وه خو بي اېل اې د ۲۱۴ پاکستانيوو سرتېرو د وژلو ادعا کوي. مشال راډيو په خپلواک ډول، د دواړو غاړو د دعوو تصدیق نه شي کولی.

په بلوچستان کې د بي اېل اې پر حملو سربیره، په خیبر پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو فعالیتونه هم ډیر شوي دي. دا هر څه په داسې حال کې روان دي چې پاکستان د سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په برتانیه کې مېشت د چارو یو شنونکي ظفر بلوڅ مشال راډیو ته ویلي چې د بې ایل اې په بریدونو کې د زیاتوالي وجه د دغه وسله والې ډلې په جوړښت کې ځيني بدلونونه او د پاکستان خراب سیاسي او بد اقتصادي صورتحال دی. د نوموړي په وینا په تیرو ۷ کالونو کې بلوڅ لبریشن ارمي د یوې یاغي وسله والې ډلې څخه په یوې منظمې وسله والې ډلې بدله شوې ده، چې جدیده وسله لري او یو پیاوړی استخباراتي نظام یې عملي کړی دی. پر دې سربیره، د مجید بریګېډ په نامه یې د ځانمرګو بریدګرو یوه ډله جوړه کړې ده چې په پوره منصوبه بندۍ سره خپلې هلې ځلې پر مخ وړي.

د شنونکو په وینا له افغانستانه د امریکايي او نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، وسله والو ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ لبریشن ارمي ته ډیره جدیده وسله او پوځي الات په لاس ورغلي دي. پاکستان د روانې نامنۍ تور په خپلو ګاونډي هیوادونو افغانستان او هندوستان پورې کوي خو کابل او نوي دهلي دواړو دغه تورونه رد کړي دي.

د یادونې وړ ده چې تیر کال بي ایل اې ټول ۱۷۵ بریدونه کړي او نیږدې ۷۰۰ کسان یې وژلي دي چې اکثریت یې د پاکستاني امنیتي ځواکونو وو. د چارو شنونکي وايي چې په بلوچستان کې د مخ پهزیاتیدونکو وسله والو هلو ځلو یو علت داهم دی چې ریاست د عام ولس سره څه تړون نه لري او اکثره یې د ملت پاله سیاسي ګوندونو پرځای د هغه کسانو مرسته کړې چې د پوځ وفادار دي.

XS
SM
MD
LG