د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم ایسار لارۍ چلوونکي وايي ستونزې یې ورځ تر بلې زیاتېږي


د پاکستان او افغانستان دواړه غاړو ته په سلګونه بار وړونکې لارۍ د لارو د تړل کېدو له وجې ایسارې دي. انځور له ارشیفه.
د پاکستان او افغانستان دواړه غاړو ته په سلګونه بار وړونکې لارۍ د لارو د تړل کېدو له وجې ایسارې دي. انځور له ارشیفه.

د پاکستان او افغانستان ترمينځ د لارو تړل کېدو له امله د ایسارو شويو لاریو ډرایوران وايي چې د دواړو حکومتونو واکمنان دې د دوی پر حال رحم وکړي او لارې دې خلاصې کړي.

ځینو چلوونکیو د ډېسېمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې ۲ میاشتې پوره کېدونکې چې لاریانې یې د لارو د خلاصېدو په تمه په قطارونو کې ولاړې دي.

د دوی په وینا، نور هېڅ نه غواړي، بس دوی دې پرېښودل شي چې خپلو کورونو ته ولاړ شي.

په تورخم کې یو افغان ډرایور سید ولي مشال راډیو ته وویل چې نور ورسره د خوراک څښاک لپاره پیسې ختمې شوې دي.

"خرڅونه راسره ختم شول، ژمی راباندې راغلی، له ډېر سخت یخ سره مخ یو. له کورونو ناخبره یو، له اولادونو ناخبره یو، په مړي ژوندي حال نه لرو، د کور خرڅونه، ناروغان او مشکلات ټول دلته پر زړه تېروو او ولاړ یو."

د زبېر خان په نوم یو بل افغان ډرایور وویل چې د لاریو یې دومره وخت په درېدو کې تېر شوی چې اوس یې ټایرونه پنچر شوي دي.

"خوراک څښاک ترلاسه کېدل مشکل شوی دی، او کله چې زموږ (افغانستان) سیزن راشي نو دوی لارې وتړي، له دې خوا (پاکستانه) کینو او کچالو ښه سم ځي خو چې زموږ د میوو وخت راشي نو لاره وتړل شي."

د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې د تجارت پرمخ وتړل شوې. البته پاکستان د ډېسېمبر له پیلېدو سره پر بشري اساس د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستو د لېږد اجازه ورکړې وه.

د دواړو هیواددونو د چارواکو ترمنځ د لارو خلاصولو په ګډون پر یو شمېر اړوند موضوعاتو وروستۍ خبرې اترې د نومبر پر اوومه شوې وې خو څه نتیجه یې نه وه ورکړې.

پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د ډېسېمبر پر پینځمه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ويلي ول، تر هغو چې د طالبانو حکومت یې خاورې ته "د ترهګرو د داخلېدو مخنیوي پوخ ډاډ نه وي ورکړی" له افغانستان سره د سوداګرۍ او تګ راتګ لارې تړلې ساتي.

نوموړي تور پورې کړی وو چې "ستونزه یوازې د پاکستاني يا افغان طالبانو نه ده بلکې عام افغان وګړي هم په پاکستان کې په جدي جرمونو کې ښکېل دي."

خو د طالبانو حکومت د اندرابي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه وو ويلي، خو د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي د نومبر پر ۱۸مه ویلي ول چې اسلام اباد "کډوال د سیاسي اهدافو لپاره" کاروي داسې باید و نه شي.

په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونو، فعالانو، ټرانسپورټرانو او سوداګرو د لارو له تړل کېدو راهیسې په بیا بیا له اسلام اباده غوښتي خو له افغانستان سره دې سوداګري بیا پیل کړي.

خو اسلام اباد ټینګار کوي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره "په پاکستان کې د خلکو د وژنو د دوام" اجازه نه ورکوي.

پاکستان دعوه کوي چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او هغوی په پاکستان کې حملې کوي.

خو د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

له افغانستان سره د سوداګرۍ درېدو د پېښور ګوړې منډیۍ کاروبار زښت خراب کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ډېسېمبر پر درېیمه په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، له پاکستان سره ښه اړیکي غواړي خو په وینا یې، اسلام اباد "داسې غوښتنې" لري چې پوره کول یې ممکن نه دي.

نوموړي نور وضاحت ور نه کړ خو و یې ویل چې د امنيت په اړه یې د پاکستان د اندېښنو ځوابولو په لړ کې د وزيرستانیو کډوالو کورنۍ ډېورنډ کرښې ته له څېرمو سيمو څخه د افغانستان نورو برخو ته ولېږدولې مګر اسلام اباد "بیا هم مطمين نه شو."

متقي زیاته کړه، پاکستان د پرمختللې ټېکنالوژۍ لرلو او پیاوړتیا دعوې کوي نو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې دې "خپلې سیاسي او امنيتي مسلې خپله حل کړي. پاکستان بايد خپله دفاع په خپله وکړي او دا کار دې له افغانستانه نه غواړي."

داراز، ټي ټي پي هم وايي، وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځای ته اړتیا نه لري.

طالبان پر پاکستان تور پورې کوي چې له هغه ځایه داعش وسلوال افغانستان ته ورځي خو اسلام اباد دا ردوي.

XS
SM
MD
LG