د بنو په بکاخېلو کې پراته د شمالي وزیرستان کډوال وايي د حکومتي ژمنې باوجود ورسره مرستې نه دي شوي او نه هم ورته خپلو مېنو ته د ستنېدو نېټه ټاکل شوې ده.
د یاد پنډغالي یو مشر ملک فتح الله د ډېسېمبر پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چې هغوی د اکتوبر له ۳۰مې د نومبر تر ۱۶مې په همدې موخه پرلت کړی وو چې حکومت یې غوښتنې ومني. هغه وايي د نومبر پر ۱۶مه انتظامیې باور ورکړی وو چې مرستې به ورکړل شي او شمالي وزیرستان ته یې د ستنېدو نېټه به هم زر وټاکل شي. د نوموړي په وینا د هماغه ډاډ پر اساس یې پرلت ختم کړی وو خو حکومت خپلې ژمنې نه دي پوره کړې. د نوموړي په وینا حکومت د پرلت له ختمېدو وروسته هغوی ته یوازې د یوې میاشتې پیسې ورکړلې خو د نورو ۱۰ میاشتو پیسې یې لا هم پاتې دي.
د کډوالو یو بل مشر ملک مشورت خان د ډېسېمبر پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چې په بکاخېلو کیمپ کې د هغوی لپاره هېڅ ډول سهولتونه نشته، مرستې هم ورباندې درېدلې دي او حکومت یې د واپسۍ غم هم نه خوري نو په داسې حال کې هغوی یو وارې بیا اړ شوي چې پرلت او احتجاج وکړي.
خو بل پلو د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد یوسف کریم د ډېسېمبر پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چې د بکاخېلو کیمپ کډوالو ته یې د یوې میاشتې مرستې ورکړې دي او د نورو هغو لپاره یې هم هلې ځلې پیل کړې دي. د نوموړي په وینا خلکو ته به مرستې ورکړل شي خو تر څو چې په شمالي وزیرستان کې د امنیت وضع ښه شوې نه وي، د بکاخېلو کیمپ کډوالو واپسي به ممکنه نه وي.
د بکاخېلو پنډغالي اوسېدونکو د نومبر پر ۱۶مه له چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته په بنو کې خپل پرلت پای ته رسولی وو.
دغو کډوالو د اکتوبر پر ۳۰مه د بکاخېلو کيمپ مخې ته احتجاج پیل کړی وو او ويل یې چې له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې مرستې ورباندې بندې شوې دي چې له امله یې هغوی له سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي.
دوی زیاتوله چې یو پلو له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې بې کوره دي او بل ورسره دا "زیاتی" کېږي چې هر ځل دا مرستې په "سوال او زاریو" غواړي.
په خیبر پښتونخوا کې د طبعي ناورینونو د نظم صوبایي ادارې (پي ډي اېم اې) مرستیال مشر احسان داوړ تر دې وړاندې مشال راډیو ته ويلي ول چې د فنډونو د کمي له امله د کډوالو نغدې مرستې ځنډول شوې دي.
د ده په وینا، چې کله هم پيسې ترلاسه کړي نو د شمالي وزیرستان دغو کډوالو ته به د نغدو مرستو ورکړه بېرته بحاله کړي.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم پراخ عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا یو مېلیون وګړي بې کوره شول چې د يوشمېر د اوسېدو لپاره یې د بنو په بکاخېلو کې سرکاري کیمپ (پنډغالی) جوړ شو.
له دې پرته لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.
په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته زیاتره کډوال په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول، خو د دته خېلو نیمايي او د شوال ټول وګړي، چې لسګونه زره کسان جوړېږي، لا هم په بکاخېلو کیمپ، د پاکستان په مختلفو برخو او په خوست کې پراته دي.
احسان داوړ وايي چې د کډوالو خپلو سيمو ته د ستنېدو لپاره يې چمتووالی نيولی دی او په وينا يې یوازې دې ته انتظار کوي چې پوځ ورته د هغو سیمو له وسلوالو د پاکېدو رسمي پخلی وکړي.
د شمالي وزيرستان کډوالو تر دې وړاندې هم د نغدي مرستو د تر لاسه کولو لپاره په بکاخېلو کې په وار وار احتجاجونه کړي او د حکومت له خوا د ډاډ تر لاسه کولو وروسته يې پای ته رسولي دي.
د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان هرې بې کوره شوې کورنۍ ته هره میاشت ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي او په عملیاتو کې یې د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو د تاوان ورکولو ژمنه هم کړې وه.
په خیبر پښتونخوا کې د ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ترمخه له هغوی سره څه باندې ۱۷،۰۰۰ کورنۍ ثبت دي او کله، کله د پیسو د کمښت له وجې مرستې ځنډېږي.
اداره وایي چې حکومت هره میاشت له بې کوره شویو سره د نقدي مرستو لپاره ۳۵ کروړه روپۍ جاري کوي، او هرې کورنۍ ته د موبایل ټېلېفون د سېم کارډونو له لارې پیسې لېږدوي.
چارواکي وایي چې د بې کوره شویو کډوالو سیمې لا هم له وسلوالو نه دې پاکې شوې خو چارې په چټکۍ روانې دي. دوی وایي چې سیمې پاکې شي نو بيا به د کډوالو ستنېدل پیل شي او د نقدي مرستو قسطونه به هم ژر ورکړي.