په سوات کې ګوجر ولس د یوې غونډې له لارې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ستاینه کړې چې ګوجري یې په رسمي توګه "پارلېماني ژبه" وګرځوله.
د سیدو شریف په ودودیه تالار کې د ډېسېمبر اوومې غونډې ته د ملاکنډ ډېوېژن د ګوجر اتحادیې مشر سردار رضا خان په وینا کې وویل، له لسیزو راهیسې یې مبارزه کوله چې ژبه یې د پارلېمان رسمي ژبه شي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت دې د خیبر پښتونخوا نورو ژبو ته هم ورته حیثیت ورکړي.
هغه وويل، "يوه بله ډېره پخوانۍ غوښتنه دا ده چې دلته کوهستانيان يو قام دی چې په دیر او سوات کې اوسېږي او چترالیان هم یو قام دی نو د هغوی ژبه دې هم دغسې د پارلېمان ژبه وګرځول شي."
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د اکتوبر پر ۲۷مه په متفقه ډول یو پرېکړه لیک منظور کړی وو چې له مخې يې ګوجري د پارلېمان رسمي ژبه شوې وه.
د دې معنا دا ده چې اوس په اسمبلۍ کې د پښتو، اردو، انګرېزۍ، سرایکۍ او هندکو تر څنګ په ګوجري کې هم وینا، لیک او لوست کېدای شي.