بلوڅ وسله والې ډلې – بلوچ لیبرېشن ارمي – ادعا کړې ده چې له جعفر ایکسپریس نومي اورګاډي برمته کړي ۲۱۴ امنیتي کسان یې ټول وژلي دي.
له پاکستانه د بلوچستان د بېلتون لپاره جنګېدونکې دې ډلې د مارچ پر ۱۴مه ناوخته په یو بیان کې وویل، د پاکستان دا امنیتي کسان یې ځکه وژلي دي چې د دوی په وینا، پاکستاني ریاست ته یې د بندیانو تبادلې لپاره ورکړی وخت ختم شو خو پاکستان ورباندې عمل ونه کړ.
یادې ډلې ویلي چې پر دې مهال د دوی هم د پنځو ځانمرګو په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.
خو د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې مشر جنرال احمد شریف د مارچ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې په دې برید کې ۲۶ مسافر وژل شوي دي. "دا شمېره لوړېدلای هم شي هغه ځکه چې په راخوشي شویو ۳۵۴ مسافرو کې ۳۷ ټپیان دي. په وژل شویو کې ۱۸ د پوځ او ملېشې عسکر دي. درې د رېلوی او نورو ادارې چارواکي او پاتې پنځه عام وګړي دي."
خو پوځ تر دې وړاندې د مارچ پر ۱۲مه په یو بیان کې ویلي وو چې د بلوچستان په بولان کې يې له محاصره شوي اورګاډي "ټول مساپر خوشې کړي" او ۳۳ مشکوک وسلوال يې وژلي دي. د دوی په وینا، په هغو عملیاتو کې د اېف سي ځواک څلور سرتېري هم وژل شوي دي.
مشال راډیو دا پخلی نشي کولای چې د بلوڅو وسله والو او که د پاکستاني پوځ ادعاوې کره دي.
دا له هغه وروسته ده چې د بې ابل اې په نامه د بلوڅو وسله والې ډلې د مارچ پر ۱۱مه له کوټې څخه د لاهور پر لاره پېښور ته تلونکی جعفر اېکسپرېس اورګاډی د بلوچستان په بولان کې محاصره کړ او دعوه يې وکړه چې تر ۲۰۰ زيات استخباراتي کارکوونکي او امنيتي سرتېري يې يرغمل کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې تر ۱۰۰ زيات ولسي وګړي خوشې کړي دي.
د پاکستان لخوا کاالعدم اعلان شوې، بلوچ لیبرېشن ارمي نومي وسله والې ډلې تر دې مخکې هم پر مسافر وړونکو ګاډو او اورګاډو بریدونه کړي او له هغوی یې دندو ته روان پوځيان ښکته کړي او وژلي او يا هم یرغمل کړي دي. د ۲۰۲۴م کال د نومبر پر نهمه هم په کوټه کې د اورګاډي په تمځای کې په بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۵۳ ژوبل شوي دي.
په وروستيوو درو کلونو کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. په اسلام اباد کې د شخړو او امنيت څيړونکې ادارې، چې د بریدونو شمېرې راغونډوي، په خپل تازه راپور کې ويلي چې د فبرورۍ په میاشت کې وسله والو لږ تر لږه ۷۹ حملې شوې دي. په هغو بریدونو کې زیاتره یې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې وې.
د راپور ترمخه، په هغو بریدونو کې ۵۵ ولسي وګړي او ۴۷ امنيتي سرتېري وژل شوي دي. په هغو حملو کې د ډېرو ذمه واري بلوڅ بیلتونپالو ډلو او تحريک طالبان پاکستان منلې دي. په همدې حال کې د پاکستان پوځ په بېلابېلو سیمو کې خپلو عمليات ته دوام ورکړی دی. د اسلام اباد مېشته هغې ادارې په راپور کې راغلي چې امنيتي ځواکونو د فرورۍ په میاشت کې ۱۶۶ مشکوک وسله وال وژلي دي.