د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بیسېنټ په یو بیان کې وویل چې د مارچ له ۲۰مې د اپریل تر ۱۹مې نېټې پورې به د ایران د تېلو په خرڅلاو بندیز نه وي.
د ایران اسراييلو او امريکا د جګړې پر مهال د مصنوعي ځيرکتيا په وسیله جوړې شوې يوشمېر ویډیوګانې پر ټولنیزو شبکو په توندۍ سره خپرېږي چې د خلکو نظر ورګډوډوي. دا چې په جعلي او مستندو ويډيوګانو کې څنګه توپير معلومولای شئ، په دې اړه د مشال راډيو د خبر د مرکزي څانګې ويډيو رپورټ.
چارواکي وايي، د مارچ پر ۱۲مه په خلیج کې د ایران په بریدونو کې د تېلو دوه ټانکرونه لګېدلي دي.
د ایران د فوټبال هغو پینځو لوبغاړو له اسټرالیايي حکومته پناه غوښتې ده چې په وروستیو کې یې د اسیا جام سیالیو پر مهال د خپل هېواد ملي سرود یا ترانې له ویلو انکار وکړ. هغه لوبغاړې د خپل ژوند په اړه اندېښمنې دي او نه غواړي هېواد ته ستنې شي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې
فرشته وایي، د تدریس له بهیره خپله هم ګټه پورته کوي او ډېر څه زده کوي. نوموړې په پټه یوه ډله نجونو ته ریاضي، انګلېسي (انګرېزي) او نور مضامین ورزده کوي. هغه وایي که طالبان پوه شي، نو ټولګی به یې وتړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس د ښځو د حقونو د باوري کولو لپاره په ټولیزه مبارزه او عمل ټینګار کوي. "موږ باید د حقونو، انصاف او عمل لپاره سره ودرېږو او غږ پورته کړو چې ټولې ښځې او نجونه خوندي ژوند وکړای شي، خپل غږ پورته کړي او مساویانه ژوند ولري."
د مشال راډيو ایرانۍ څانګې "راډیو فردا" په تهران کې له یوې ښځې سره خبرې کړې دي. موږ د امنیتي وجوهاتو له وجې د هغې نوم پټ ساتلی او غږ مو یې بدل کړی دی.
د مارچ پر درېیمه پر ایران د امریکا او اسراییلو تر بمبارۍ وروسته په تهران کې تاریخي ازادۍ برج یا مینار په لوګیو کې پټ شوی وو، ورسره لمبې ښکارېدې او خلکو د ټپیانو د ژغورلو هڅې کولې. د مشال راډیو د ایرانۍ څانګې "رادیو فردا" له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
نور تفصيل يې په ويډيو کې وګورئ چې د مشال راډيو مليحې اميرزاده او داود خټک د ازادې اروپا راډیو ايرانۍ څانګې د هغو ويډيوګانو پر اساس تيار کړی دی چې په ټولنيزو رسنيو خپرې شوې دي.
په عین وخت کې امریکايي سفارتخانې هم د دې برید پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې د مارچ پر درېمه به سفارت بند وي.
نور وښیئ