د اقتصادي او سولې چارو انسټېټیوټ په نوم یوې څېړنیزې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې ۴۵ سلنه زیاتې شوې.
هغه اداره له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د ترهګرۍ نړیوالې پیمانې (ګلوبل ټېرېرېزم انډېکس) په نوم رپورټ خپروي.
ادارې د مارچ پر پینځمه په خپل کلني رپورټ کې وویل چې تېر کال پاکستان تر افریقايي هېواد بورکینا فاسو وروسته په نړۍ کې دویم هېواد شو چې پکې د ترهګرۍ په پېښو کې تر ټولو زیاته مرګژوبله اوښتې ده.
رپورټ وايي چې تر پاکستان وروسته د ترهګرۍ پېښو په بل افریقايي هېواد نایجر تر ټولو زیاته مرګژوبله اړولې ده.
د رپورټ د موندنو له مخې، په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې ۱،۰۸۱ کسان او تر دې مخکې په ۲۰۲۳ز کال کې ۷۴۸ تنه وژل شول وي.
په راپور کې راغلي دي چې په پاکستان کې تر ټولو زیاتې حملې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې کړې دي.
د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ په نړۍ کې د ترهګرۍ د کچ په اړه دا راپور تر هغې یوه ورځ وروسته خپور کړی چې د مارچ پر څلورمه وسلوالو د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر پوځي چاوڼۍ لوی برید وکړ چې پکې د پوځ په وینا، د پینځو سرتېرو په ګډون ۱۸ تنه ووژل او ۳۲ کسان ژوبل شول. پوځ وايي، د نښتې پر مهال یې ټول ۱۶ مشکوک وسلوال هم ووژل. د جیش فرسان محمد په نوم یوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.
په تېرو شاوخوا درو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو بریدونه خورا زیات شوي دي چې پکې د امنیتي سرتېرو ترڅنګ ولسي وګړي هم په نخښه کېږي.
د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د صوبايي حکومتونو ترڅنګ د پاکستان د وفاقي حکومت چارواکو هم وخت په وخت ویلي دي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.
د دې تر څنګ، د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي ول چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.
په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان ترڅنګ د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې او بېلتونپالې بلوچ لېبرېشن ارمي په ګډون نورې وسلوالې ډلې هم فعالې دي.