د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې له محاصره اورګاډي ګڼ مسافر خوشې شوي، پوځ او وسله وال یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي


امنيتي ځواکونه د پېښې په ځای کې
امنيتي ځواکونه د پېښې په ځای کې

د پاکستان امنيتي چارواکو دعوه کړي چې له محاصره شوي جعفر ایکسپریس اورګاډي یې ۱۰۴ مسافر خوشې کړي او ۱۶ وسله وال یې وژلي خو بلوچ ليبرېشن ارمي وايي ۳۰ پوځيان یې وژلي او ګڼې ولسي کورنۍ یې خوشې کړې دي.

امنیتي چارواکو د نومونو نه خپرولو په شرط د مارچ پر ۱۲مه، مشال راډيو ته وويل چې د بلوچستان په کچي (بولان) ضلع کي د بلوڅو وسلوالو پرضد د پاکستان د امنيتي ځواکونو عمليات نن پر دويمه ورځ هم روان دي. د چارواکو په خبره د ژغورل شويو مسافرو يو اورګاډی کوټې ته رسېدلی دی.

دا تر هغه وروسته ده چې له پاکستانه د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوچ لیبرېشن ارمي يا بي اېل اې، وسلوالو د مارچ پر ۱۱مه له کوټې څخه د لاهور پر لاره، پېښور ته تلونکی اورګاډی، جعفر ایکسپريس، په بولان کې په يو ټونل کې دننه محاصره کړ. هغه ډله ادعا کوي چې ۲۱۴ امنيتي او استخباراتي سرتېري يې يرغمل کړي خو د ښځو او ماشومانو په ګډون يې له ۱۰۰ زیات ولسي وګړي خوشې کړي دي.

ډزې شروع شوې. خلک ټول په اورګاډي کې دننه څملاستل. وسله وال راغلل او موږ ته یې وويل چې ځئ او شا ته مه ګورئ.
يوسف بشیر

د پاکستان رېلوي محکمې بلوچستان ته د ټولو اورګاډو تلل منع کړي دي. د مشال راډيو لخوا ټول کړي‌ معلومات ښيي‌ چې په محاصره شوي اورګاډي کې نیږدې ۵۰۰ کسان سپاره وو. په هغوی کې غلام نبي هم دی چې د شپې کوټې ښار ته تر رسېدو وروسته یې مشال راډيو ته وويل: "له پنير سيمې څخه چې لږ مخ ته اورګاډی ولاړ، نو معلومه شوه چې ودرېد. تر هغه وروسته ډزې پيل شوې. دا مې و نه ليدل چې څومره کسان ول ځکه د وېرې له امله سپرليانو سرونه ټيټ کړي ول."

بې اېل اې پر ټولنيزو شبکو په خپره شوې اعلاميه کې د پاکستان حکومت ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی او غوښتنه يې ورڅخه کړې ده چې د بلوڅانو سياسي بنديان، مقاومتي غړي او په زوره لادرکه کړل شوي کسان دې "سمدستي" او په "غير مشروط" ډول خوشې کړي.

د پاکستان حکومت د هغو غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي. خو د کورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي په جلا جلا بیانونو کې ويلي چې د وسلوالو خلاف به تر هغه وخته خپل "جنګ" جاري ساتي چې په صوبه کې امنيت نه وي ټينګ شوی.

په دغه پېښه کې د وژل شويو کسانو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی خو د کوټې او سيوۍ روغتونونو ته ۱۷ ژوبل کسان رسول شوي دي. چارواکي وايي د هغوی درملنه روانه ده.

د يوسف بشير په نوم، د جعفر ايکسپریس يوې بلې سپرلۍ چې له کورنۍ سره کوټې ته رسېدلی وو، فرانس پریس خبري اژانس ته ويلي: "خلکو چيغې وهلې. ژړل یې. چې ډزې شوې او چاودنه وشوه نو ټول خلک په اورګاډي کې څملاستل. بیا وسله وال راغلل. موږ ته یې وويل چې له اورګاډي ښکته شئ. زه او کورنۍ مې راکوز شو. بیا یې موږ پرېښودلو. راته یې وويل چې له دې ځايه ځئ او پر شا مه ګورئ."

د پاکستان لخوا کاالعدم اعلان شوې، بلوچ لیبرېشن ارمي نومي وسله والې ‌‌ډلې تر دې مخکې هم پر مسافر وړونکو ګاډو او اورګاډو بریدونه کړي او له هغوی یې دندو ته روان پوځيان ښکته کړي او وژلي او يا هم یرغمل کړي دي. د ۲۰۲۴م کال د نومبر پر نهمه هم په کوټه کې د اورګاډي په تمځای کې په بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۵۳ ژوبل شوي دي.

په وروستيوو دريوو کلونو کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. په اسلام اباد کې د شخړو او امنيت څيړونکې ادارې، چې د بریدونو شمېرې راغونډوي، په خپل تازه راپور کې ويلي چې د فرورۍ په میاشت کې وسله والو لږ تر لږه ۷۹ حملې شوې دي. په هغو بریدونو کې زیاتره یې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې وې.

د راپور ترمخه، په هغو بریدونو کې ۵۵ ولسي وګړي او ۴۷ امنيتي سرتېري وژل شوي دي. په هغو حملو کې د ډېرو ذمه واري بلوڅ بیلتونپالو ډلو او تحريک طالبان پاکستان منلې دي. په همدې حال کې د پاکستان پوځ په بېلابېلو سیمو کې خپلو عمليات ته دوام ورکړی دی. د اسلام اباد مېشته هغې ادارې په راپور کې راغلي‌ چې امنيتي ځواکونو د فرورۍ په میاشت کې ۱۶۶ مشکوک وسله وال وژلي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG