تمه ښوول شوې چې د جولای ۱۸مې انتخابات به د واکمن بارتیا جنتا ګوند نومانده دروپدي مورمو وګټي. مخالفه ګوندونو یشونت سېنها د ولسمشرۍ لپاره نوماند کړی دی.
بایډن په بیت المقدس کې له اسراییلو مشرانو سره خبرې کوي او بیا به په مقبوضه غربي څنډه کې د فلسطینۍ ادارې له ولسمشر محمود عباس سره ګوري.
مسکو د اوکراینیو چارواکو د تورونو او څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی چې ځواکونه یې ملکي سیمې نه په نښه کوي.
اسوشیېټډ پرېس اژانس د جولای پر نهمه په یوه رپورټ کې لیکلي چې له کینیا واخله تر روسیې او مصره مسلمانانو د لوی اختر د لمانځه جمعې وکړې.
نن د سعودي عرب په شمول په یو شمېر هېوادونو کې مېشت مسلمانان د لوي اختر لومړۍ ورځ لمانځي.
د غونډې مرام په روان کال د جي ۲۰ هیوادونو د سرمشریزې لپاره زمینه برابرول وو او د غذايي اجناسو او انرژۍ مخ په زیاتیدونکې بیې یې د ایجنډا د سر موضوعات وو.
د کابینې مشر سېکرټر هیروکازو ماڅونو ویلي دي چې ۶۷ کلن ابې د جولای پر اتمه له ځايي وخت سره سم، سهار شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې تر ویشتل کېدو وروسته په سخت ټپي حالت کې روغتون ته ولېږدول شو.
د سازمان پرمختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) دجولای پر اوومه نېټه په خپور کړي راپور کې دا هم ویلي چې د اقتصادي ګډودی له وجې د ټولنیزې بیقرارۍ خطر راولاړ شوی دی.
د ناټو سرمشریزې ته په ویډیويي وینا کې د اوکراین ولسمشر وولودیمير زېلېنسکي ګيله وکړه چې هغه سازمان يې د هېواد "بشپړ ملاتړ نه کوي."
په همدې حال کې د ناټو مشر ستولتنبرګ هیله ښوولې چې په ناټو د سویډن او فېنلینډ ورګډېدو درخواستونه به تر هغې ژرترژره وروسته منظور شي چې ترکیې یې د غړیتوب په اړه په مدرید کې له خپلو اعتراضونو لاس واخیست.
نور وښیئ