د لاسرسي ځای

تازه خبر

نایجېریايي چارواکي وايي ۲۸۷ تښتول شوي زده کوونکي یې ازاد کړي دي


په نایجېریا کې د امنیتي چارو پوهان او سرتېري د زده کوونکو تر اغوا وروسته د ښوونځي په ودانۍ کې پلټنې کوي - پخوانی انځور.
په نایجېریا کې د امنیتي چارو پوهان او سرتېري د زده کوونکو تر اغوا وروسته د ښوونځي په ودانۍ کې پلټنې کوي - پخوانی انځور.

د نایجېریا چارواکي وايي چې هغه ۲۸۷ زده کوونکي یې خوشې کړي دي چې د روانې میاشت په پیل کې تښتول شوي ول.

هغه ماشومان د مارچ پر اوومه له شمال لویدیز کادونا ولایت له وړوکي ښار کورېګا څخه تښتول شوي ول.

د کادونا والي اووبا ثاني د مارچ پر ۲۴مه د هغوی د خوشې کېدو خبر ورکړ خو نور معلومات یې ور نه کړل.

نوموړي په یو بیان کې د ولسمشر بولا تېنوبو مننه وه چې "هغه په ځانګړې توګه د کورېګا د ښوونځي شاګردانو د ازادولو پر مهال د هغوی خوندیتوب باوري کړ."

تېنوبو ژمنه کړې وه چې د ماشومانو د خوشې کولو په بدل کې به "یوه انه یا غیران" تاوان "هم ور نه کړي."

خو اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي چې پر دې سربېره د خلکو د کورنیو غړي تښتوونکو ته د تاوان بندوبست کوي او د نایجېریا چارواکي د تاوان ورکولو اعتراف نه کوي.

اژانس وايي چې له تښتول شویو څخه یې لږ تر لږه ۱۰۰ زده کوونکي تر ۱۲ کلونو کم عمري ول.

د هغو ماشومانو د تښتولو ذمه واري چا نه وه منلې خو ځايي خلکو ویل چې هغه کار هلته موجودو وسلوالو داړه مارو یا شوکمارو کړی دی چې په عامه وژنو او د تاوان لپاره په تښتونو کې ککړ دي.

اژانس وايي چې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې په هغه افریقايي هېواد کې د ښوونځیولږ تر لږه ۱،۴۰۰ زده کوونکي تښتول شوي دي.

هغه کال وسلوالې ډلې بوکو حرام سلګونه نجونه تښتولې وې.

اژانس زیاتوي چې زیاتره اغواګانې د نایجېریا په شمال لویدیځ او مرکزي سیمو کې کېږي چې پکې یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي. هغه وسلوالې ډلې اکثر د کلیو اوسېدونکي او مساپر په نښه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG