د لاسرسي ځای

تازه خبر

واشنګټن له اوکراین سره د ۳۰۰ مېلیونه ډالرو پوځي مرسته کوي


اوکرایني سرتېري د روسیو ځواکونو پر مورچو لوري هېمارز راکټونه ولي - پخوانی انځور.
اوکرایني سرتېري د روسیو ځواکونو پر مورچو لوري هېمارز راکټونه ولي - پخوانی انځور.

د امریکايي ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي دي چې له اوکراین سره د ۳۰۰ مېلیونه ډالرو پوځي مرسته کوي.

دا په تېرو څو میاشتو کې لومړی ځل دی چې واشنګټن کییف ته مرستې اعلانوي ځکه چې له هغه جګړه ځپلي هېواد سره د یوې لویې مرستې قانوني مسوده په کانګرس کې ځنډېدلې ده.

سپینه ماڼۍ په داسې حال کې له اوکراین سره د مرستو لارې چارې لټوي چې له هغه هېواد سره د کانګرس منظورې کړې د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې ختمې شوې.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سولېوان د مارچ پر ۱۲مه خبریالانو ته وویل، د تازه مرستو پیسې د دفاع وزارت ورکوي او دا هغه پیسې دي چې پېنټاګان په قراردادونو کې بچ کړې دي.

سولېوان وویل هغه پیسې به اوکراین ته د هېمارز په نوم د راکټي نظامونو د مرمیو او مهماتو لېږد لپاره وکارېږي خو زیاته یې کړه چې دا مرسته به یوازې د څو اوونیو لپاره کافي وي.

روسیې سږ کال پر اوکراین بریدونه زیات کړي دي چې له امله یې اوکرایني ځواکونه د وسلو او راکټونو له کمښت سره مخامخ دي.

د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو یا رېپبلېکنز د بودیجې د هغې مسودې د منظورېدو مخه نیولې چې پکې له اوکراین سره د ۶۰ اربه ډالرو مرسته شامله ده.

د امریکا استخباراتي چارواکو د مارچ پر ۱۲مه کانګرس ته وویل چې که واشنګټن ژر اوکراین ته مرستې ور نه کړي نو ځواکونه به یې د روسیو سرتېرو د پرمختګ په مخنیوي کې له مشکلاتو سره مخامخ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG