د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د دفاع وزیر د اوکراین د دوامداره ملاتړ هوډ ښوولی دی


لایډ اسټین (له کیڼې خوا لومړی) په جرمني کې له خپل اوکرایني سیال رستم عمروف سره غونډې ته وینا کوي - د مارچ ۱۹مې انځور.
لایډ اسټین (له کیڼې خوا لومړی) په جرمني کې له خپل اوکرایني سیال رستم عمروف سره غونډې ته وینا کوي - د مارچ ۱۹مې انځور.

د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن ویلي دي چې د جمهوري غوښتونکو (رېپبلېکنز) د مخالفت له امله د استازو په جرګه کې د اوکراين د ۶۰ اربه ډالرو مهمو پوځي مرستو پیکېج بند پاتې دی خو واشنګټن به بيا هم د روسیې د "بې له پارونې یرغل" پر وړاندې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

اسټن د مارچ پر ۱۹مه په جرمني کې د اوکراین د دفاعي تماس ډلې د غونډې په پیل کې د کییف د څه باندې ۵۰ متحدینو استازو ته وویل "امريکا به اجازه ور نه کړي چې اوکراین ناکام شي."

په هغه غونډه کې د اوکراینيو ځواکونو لپاره د پوځي ملاتړ د زیاتولو پر لارو چارو خبرې وشوې ځکه چې هغوی په ختیځ محاذ کې د روسیې د پرمختګ د مخنیوي لپاره مبارزه کوي او د توپخانې د مهماتو د کمېدو په حال کې دي.

اسټن غوندې ته وویل، "د اوکراین پوځیان له سختو شرایطو او جګړو سره مخامخ دي او د اوکراین ملکي وګړي بيا د روسیې د توغندیو او ایراني بې پیلوټه الوتکو دوامداره بريدونه زغمي. خو نه به اوکراین شا ته ولاړ شي او نه هم امريکا."

اسټن چې د پروسټاټ سرطان تر درملنې وروسته په خپل لومړي بهرني سفر دی، تر غونډې وروسته یې خبریالانو ته وویل چې د اوکراین بقا "له خطر سره مخامخ ده."

نوموړي زياته کړه چې هغه "د امريکا د امنیتي مرستو او مهماتو د دوامداره ساتلو لپاره بشپړ هوډ لري."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG