د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غوندو تالار
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غوندو تالار

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د مارچ پر ۲۵مه په خپله غونډه کې د اسراييلو او حماس ترمينځ، چې امريکا او اروپايي ټولنه يې يوه ترهګره ډله بولي، د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

شورا داراز پرته له کوم شرطه او په سمدستي ډول د ټولو يرغمل نيول شويو کسانو د خوشي کولو غوښتنه هم وکړه. د امنيت شورا له ۱۵ غړو هېوادونو څخه يوازې امريکا پر دې قرارداد په رايه اچونه کې ګډون و نه کړ.

د رای اچونې تر عمل وروسته په ملګرو ملتونو کې د الجېريا استازي عمار بېندجاما د شورا غونډې ته وويل: "فلسطينيان ډېر وځورېدل، دې خونړۍ جګړې تر ډېره وخته دوام وکړ، دا زموږ مسوليت دی چې مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، بايد ورته د پای ټکی کېښودل شي."

اسراییلو پردې پرېکړه لیک خپګان ښودلی او په غبرګون کې یې واشنګټن ته د یوه جګپوړي اسراییلي پلاوي سفر لغوه کړی دی.

د اسراییلو د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه بیان کې وویل چې د امنیت شورا پرېکړې د جګړې او د برمته وو د خوشې کېدو هڅې زیانمنې کړې دي. نتنیاهو وايي، دا پرېکړه لیک حماس هیله من کوي چې نړیوال فشارونه به دا امکان ورته برابر کړی چې د اسراییلي برمته وو له خوشې کولو پرته اوربند وکړي. خو امریکا ویلي چې اوربند یوازې هغه مهال عملي کېدای شي چې حماس د برمته وو خوشې کول پیل کړي.

غزه د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د جګړې په اور کې سوزي
غزه د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د جګړې په اور کې سوزي

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، د امنیت شورا د پرېکړه لیک هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د فلسطیني بندیانو په بدل کې د اسراییلي برمته د خوشې کېدو په اړه خبرو ته چمتو دی.

اروپايي ټولنې هم د امنیت شورا د پرېکړه لیک هرکلی کړی. د دې ټولنې مشرې اورزولا فان دیرلین تېره شپه پر ایکس شبکې ولیکل چې د دې پرېکړه لیک تطبیق د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره ډېر مهم دی. ترکیې د امنیت شورا پرېکړه د غزې تړانګې ته د بشري مرستو د بیا پیلیدو لپاره یو مثبت ګام وباله.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتیریش د امنیت شورا د پرېکړې د سمدستي تطبیق غوښتنه کړې. ښاغلي ګوتیریش بېګا پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې دا پرېکړه لیک باید ډېرژر عملي شي او په دې کې پاتې راتلل به د بښنې وړ نه وي. د امنیت شورا پریکړه لیک د غزې په تړانګه کې د بشري ناورین په اړه هم ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG