د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې له پله سره د کښتۍ جنګېدو پېښه کې ۶ مزدوران ورک دي


د بالټیمور تر پېښې وروسته د مارچ پر ۲۶مه د ورکو کسانو د لټون عملیات روان ول.
د بالټیمور تر پېښې وروسته د مارچ پر ۲۶مه د ورکو کسانو د لټون عملیات روان ول.

د امریکا د میریلینډ ایالت په بالټیمور کې له یوه پله سره د بار وړونکې کښتۍ د جنګېدو پېښې له وجې پل پرېوتی دی او شپږ مزدوران ورک دي.

پېښه د مارچ پر۲۶مه سهار هغه مهال وشوه چې بار وړونکې کښتۍ تر بې قابو کېدو وروسته له یو لوی پل سره وجنګېده چې له وجې یې د پل یوه برخه په څو ثانیو (سېکنډونو) کې سیند ته پرېوته. دا یوه وېروونکې پېښه وه چې له وجې یې د سامانونو لېږد ګډوډېدای شي.

د ورکو شویو کسانو په اړه ګومان کېږي چې په پېښه کې وژل شوي دي.

د میريلینډ ګورنر ویلي دي چې د کښتۍ عملې د "فرانسېس سکاټ کي برېج" په نامه له پل سره تر ټکر مخکې د خطرې خبردارې ورکړی وو چې له کبله یې چارواکي وتوانېدل چې پر پله د ګاډو تګ راتګ محدود کړي.

د سه شنبې (نهې) پر ماښام د میریلینډ پولیسو مشر رولانډ اېل بټلر جونییراعلان وکړ چې د ژغورنې ماموریت یې د جسدونو موندنې ته بدل کړی دی.

هغه وویل چې د لټون هلې ځلې درول شوې او لامبوزن د ورکو کسانو د موندلو هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې شپې مهال په سیند کې شرایط سخت ول او تمه کېدله چې د مارچ ۲۷مې پر سهار به بهتر شي.

بټلر وویل، چې تر اوسه یو جسد هم نه دی موندل شوی.

تر دې ممخکې ژغورونکو دوه کسان له اوبو ایستلي ول، چې یو یې په روغتون کې تر څو ساعته درملنې وروسته کورته لېږدول شوی دی.

د پل غورځېدو له وجې ځینې ګاډي هم سیند ته لوېدلي دي خو چارواکي باور نه لري چې په هغو کې څوک سپاره ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG