د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا ويلي پاکستان او د طالبانو حکومت دې د خبرو له لارې خپلې ستونزې هوارې کړي


د سپينې ماڼې يوه ويانده کرین ژان پيا په واشنګټن کې خبري غونډې ته وينا کوي ـ پخوانی انځور
د سپينې ماڼې يوه ويانده کرین ژان پيا په واشنګټن کې خبري غونډې ته وينا کوي ـ پخوانی انځور

امریکا له پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې خپلې ستونزې دې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

د سپينې ماڼې يوې وياندې کرین ژان پيا د مارچ پر ۱۸مه امریکا غږ ته په مرکه کې وويل، هغوی ډېر خفه دي چې په پاکستان کې د حملې پر مهال خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي، او همدا راز دا چې په افغانستان کې د [پاکستان] د بمباریو له کبله ولسي خلک وژل شوي دي.

نوموړې وړاندې وویل چې هغوی له طالبانو غواړي چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو حملو نه ترسره کېدل باوري کړي او همدا ډول له پاکستانه غواړي چې زغم دې وکړي او دا دې باوري کړي چې د هغوی په ترهګرۍ ضد عملياتو کې ولسي خلکو ته زيان و نه رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وويل چې پر همدغه ورځ پېشلمي مهال يې په افغانستان کې دننه بريدونه کړي چې هدف يې د حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې غړي ول.

د بهرنيو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په پکتيکا او خوست کې يې هغه کسان په نخښه کړي چې پر پاکستانيو ځواکونو په بریدونو کې ککړ ول.

خو تر بريدونه وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د مارچ پر ۱۸مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې وويل چې د پاکستان الوتکو د پکتيکا په برمل کې شپږ کسان چې درې یې ښځې او درې یې ماشومان ول، وژلي دي. نوموړي زياته کړې چې پر دې سربېره د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم د پاکستان په بمبارۍ کې دوې ښځې وژل شوي دي.‌

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر ۱۸مه د شويو بریدونو په غبرګون کې د احتجاج په توګه په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني هم ورغوښتی وو.

د پاکستان تورونه او د افغان طالبانو غبرګون

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې زياته کړې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې پر افغان طالبانو ټينګار کوي چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي، خو په وينا یې، په کابل کې د طالبانو حکومت د اسلام اباد دغو پرله پسې غوښتنو ته پام نه دی کړی چې د پاکستانيو وسلوالو په اړه یې کړې دي.

بل خوا د طالبانو حکومت تر دې مخکې ټینګار کړی دی چې هېچا ته د افغانستان خاوره د بل پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د روان کال په جنورۍ کې ویلي ول چې حکومت یې "پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په جنورۍ کې ویلي ول چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډله په افغانستان کې پټنځایونه نه لري.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

د ټي ټي پي د يو قومندان د وژنې ادعاوې او غبرګونونه

پاکستانيو رسنيو د مارچ پر ۱۸مه پر افغانستان د پاکستانيو الوتکو تر بمباريو وروسته ليکلي ول چې هغه هېواد د ناقانونه ګرځول شوې وسلوالې ډلې، تحريک طالبان پاکستان يو قومندان عبدالله شاه کور په نخښه کړی او هغه يې وژلی دی، خو تحريک طالبان پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په جلا جلا خبرپاڼو کې دا ادعاوې رد کړې دي.

مجاهد د مارچ پر ۱۸مه په خپره کړې خبرپاڼه کې وويل چې عبدالله شاه په پاکستان کې دی.

نوموړي د خبرداري په ورکولو سره زیاته کړه "داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې قابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي. د پاکستان نوی ملکي حکومت باید پرېنږدي چې د پوځ څو تنه جنرالان په دې ډول بې باکه کړنو سره د تېرو ۲۰ کلونو په څېر د نورو جهتونو د ګټو لپاره خپلو غلطو سیاستونوته دوام ورکړي او د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې خرابه کړي."

بل خوا ټي ټي پي په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې په نځښه شويو ځایونو کې د هغوی وسلوال موجود نه ول. ټي تي پي زیاته کړې چې جنګیالي یې په افغانستان کې نه بلکې د پاکستان په قبايلي سيمو کې دي نو ځکه په بمبارۍ کې د عبدالله شاه کور په نخښه کېدل حقیقت نه لري.

تر پاکستانيو بمباريو وروسته عبدالله شاه هم يوه ويډيو خپره کړې چې نوموړی له درې نورو وسلوالو سره پکې ليدل کېږي. نوموړي ادعا کړې چې هغه په شمالي وزیرستان کې دی او روغ جوړ دی.

د افغان طالبانو او پاکستانيو ځواکونو نښتې

د افغانستان پر خاوره د پاکستانيو ځواکونو تر هوايي بريدونو وروسته د طالبانو حکومت دفاع وزارت ويلي چې د هغو بمباريو په غبرګون کې یې سرحدي ځواکونو د پاکستاني پوځ پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

دې وزارت د مارچ پر ۱۸مه پر اېکس پاڼه ليکلي چې سرحدي ځواکونو یې د پاکستاني پوځ د مرکزونو د هدف ګرځولو پر وخت درنې وسلې کارولي دي.

په همدې حال کې د پکتیکا او وزیرستان ترمينځ په انګور اډه او پکتيا او کورمې ترمينځ په خرلاڅو او بوړکي سیمو کې افغان طالبانو او پاکستانيو ځواکونو له یو بل سره نښتې کړې دي.

د ځايي حکومتي سرچينو په وينا، د کورمې په خرلاڅو او بوړکي سیمو د افغانستان له لوري د توغندیو غورځېدو په نتيجه کې څلور امنیتي سرتېري او څلور عام وګړي ژوبل شوي دي.

د کورمې ځايي مشرانو د مارچ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د یوې جرګې په هڅو د ډیورنډ پر کرښه د پاکستانیو ځواکونو او طالب سرتېرو ترمينځ په ډزو کې ارامي راغلې ده.

د کورمې د بوړکي يو ځايي مشر حاجي نوروزعلي مشال راډیو ته وویل، د افغانستان لوري ته يې له مشرانو سره د ټېلېفون له لارې د دې سیمې مشران غږېدلي چې له هغې وروسته ډزې نه دې شوي.

نوموړي زياته کړې، بشپړ اوربند نه دی شوی او د کېدو لپاره یې مشران د مارچ پر ۱۹مه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستانيو ځواکونو په افغانستان کې دننه بریدونه کړي دي. پاکستانيو ځواکونو تر دې وړاندې هم په خوست او کونړ کې بمبارۍ کړې وې چې پکې يو شمېر کسان وژل شوي ول. اسلام اباد د هغو بريدونو پر مهال هم د پاکستانيو وسلوالو د وژلو ادعا کړې وه خو د طالبانو حکومت او ټي ټي پي رد کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG