د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوراکي مرستو بار کښتۍ د غزې پر لوري پرمختګ ته دوام ورکړی دی


د هسپانیې خیریه ادارې کښتۍ د مارچ پر ۱۲مه له قبرصه روانه شوه.
د هسپانیې خیریه ادارې کښتۍ د مارچ پر ۱۲مه له قبرصه روانه شوه.

په ۲۰۰ ټنو خوراکي مرستو بار د هسپانیې لومړنۍ کښتۍ د مارچ پر ۱۴مه د غزې تړانګې پر لوري پرمختګ ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو له خوا هغې محاصره شوې فلسطینۍ خاورې ته د نورو بشري مرستو رسولو هڅې ګړندۍ شوې دي.

د اوپن ارمز یا پرانیستې غېږ په نوم هسپانوۍ خیریه کښتۍ د مارچ پر ۱۲مه له قبرصه د غزې په لوري روانه شوې وه چې د پلان شوي بحري دهلېز پر لاره یې سفر ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې ویلي چې یوه ورځ وړاندې د رفح په جنوبي برخه کې یې ګودام د اسراییلو په برید کې لګېدلی چې پکې یو کارکوونکی وژل شوی دی.

اسراییلو وروسته وویل چې په راکټي برید کې د حماس یو غړی وژل شوی دی. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

مرستندویه هېوادونو، مرستندویه او خیریه ادارو د غزې ۲۴ لکو اوسېدونکو ته د خوړولو رسولو هڅې تېزې کړي ځکه چې هغه سیمه د څه باندې پینځه میاشتنۍ جګړې له وجې له قحطۍ سره مخامخ ده.

د حماس او اسراییلو ترمینځ لا د نوي اوربند لپاره هڅو څه نتیجه نه ده ورکړې.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن ویلي دي چې د ګڼو هېوادونو په مرسته غزې ته په سمندري لارو د مرستو رسولو لپاره د یو دهلېز پر جوړولو کار کوي.

بلېنکن د مارچ پر ۱۳مه وویل چې هغې سیمې ته د زیاتو بشري مرستو رسول د امریکا د ستراتيژۍ برخه ده. هغه پر همهغه ورځ، د قبرص، برېتانیې، متحده عربي امارات، قطر، اروپایي ټولنې او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په ویډیویي کنفرانس کې غزې ته د مرستو رسولو پر نوې لاره او انتظامي چارو خبرې وکړې.

امریکايي ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ په غزه کې د مدترانې یا روم سمندرګي پر ساحلي سیمه د امریکایي پوځ لپاره د یو داسې ځای جوړولو د پلان اعلان کړی وو چې له هغه ځای به هره ورځ غزه ته تر دوو مېلیونو پورې خوراکي توکي لېږدول کېږي.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې اسراییلیو ځواکونو یې په غبرګون کې په غزه کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په سیمه کې تر اوسه ۳۱،۲۷۲ تنه وژل شوي چې ډېری یې ملکیان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG