د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تنصیباتو "لوی بريدونه" کړي دي


د روسيې بريدونو د اوکراين د اوبو تر ټولو لوی بند له خطر سره مخامخ کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:53 0:00

د روسيې بريدونو د اوکراين د اوبو تر ټولو لوی بند له خطر سره مخامخ کړی دی

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تنصیباتو د لویو بریدونو لړۍ پیل کړې ده چې پکې یې د هغه هېواد د اوبو تر ټولو لوی بند (ډېم) په نښه کړی دی.

چارواکي وایي د مارچ پر ۲۲مې بریدونو د زپورېژیا په اټومي بټۍ کې د برېښنا لوی تار پرې کړی چې له وجې یې د اوکراین په یوشمېر برخو کې د برېښنا لېږد ځنډول شوی دی.

ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي په هغه بريد کې ۱۵۰ ډرون او توغندي کارول شوي دي.

نوموړي یو ځل بیا د اوکراین له اتحادیانو د زیاتو وسلو او د دفاعي نظام په رسد کې د تېزوالي غوښتنه کړې ده.

د اوکراین د برېښنا سرکاري شرکت ویلي دي چې په زپورېژیا کې د برېښنا توليدوونکي دنیپر بند دوه توغندي لګېدلي چې هغه يې له سخت خطر سره مخامخ کړی دی.

د هغه هېواد د برېښنا او اوبو ملي ادارې په یو بیان کې ویلي دي چې دا مهال پر بند اور بل دی او هلته د ژغورنې بېړني عملیات روان دي.

روسیه او اوکراین له یوې مودې راهیسې پر یو بل د بې پيلوټه الوتکو (ډرون) حملې کوي چې پکې مرګژوبله هم اوړي.

سږ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل دوه کاله پوره شول چې پکې د دواړو خواوو زرګونه سرتېري وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراين لپاره د امريکا ۶۰ اربه (مليارد) ډالرو د مهمو پوځي مرستو پېکېج د استازو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکو د مخالفت له امله بند پاتې دی چې له امله يې اوکراين زياته تکيه د خپلو اروپایی متحدینو پر مرستو کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG