بیان په تورخم کې د طالبانو د سرحدي پولیسو له قوله وايي چې هغه کسان په اسلام اباد کې نیول شوي ول چې له دوو څخه تر پینځو ورځو پورې د پېښور په حاجي کیمپ بندیان ول.
امریکا غواړي چې که کییف په راتلونکو میاشتو کې له روسیې سره پر اوربند موافقه وکړي نو په اوکراین کې دې انتخابات وشي. شنونکي وايي، احتمالي انتخابات ښايي د اوکراین له سیاست او په څو میاشتو کې هلته د جګړې ختمولو په برخه کې د امریکا له هڅو سره مرسته وکړي.
د ټرمپ په فرمان کې نه دا نه ده روښانه شوې چې کوم هېوادونه، پروژې یا پروګرامونه یا د مرستو ترلاسه کوونکي به ورڅخه اغېزمنېږي او دا هم واضحه نه ده چې دا به د امریکا پر هغې وفاقي بودیجې څنګه اغېز وکړي چې پکې کانګرس وار له مخه بهرنۍ مرستې مشخصې کړې دي.
د جرمني پولیس وايي چې یو افغان وګړی یې د باوېریا (بایرن) ایالت په یو پارک کې د یو ماشوم او یو سړي د وژلو او درې کسانو د ژوبلولو په تور یې یو افغان وګړی نیولی دی. پولیس وايي، هغه سړي د جنورۍ پر ۲۲مه د اشافنبورګ په یو پارک کې پر هغو کسانو د چړو ګوزارونه کړي دي. نور په دې ویډیو کې.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلې دندې تر لوړې وروسته یوشمېر اجراییوي فرمانونه لاسلیک کړل چې ورڅخه یې یو هغه هېواد ته د کډوالۍ بهیر ځنډوي. تفصیل د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
یوشمېر کورنیو رسنیو د نوموړي د وینا ویډیو خپره کړې چې پکې هغه ویلي: "نن ټوله نړۍ له موږ سره پر همدې ستونزې اخته ده، همدا نیوکه پر موږ کوي. موږ چې پر کومه لاره روان یو، دا زموږ د طبیعت خبره ده، نه د شریعت."
ټاکل شوې چې منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلې دندې لوړه وکړي. موږ په دې انځوریز البوم کې په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د امریکا د ولسمشرانو د لوړې مراسمو ته کتنه کړې ده.
رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونو په سوریه کې د یوشمېر سرچینو، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، په حواله ویلي دي چې د سوریې په لنډمهالي حکومت کې د شمالي مقدونیا یو البانی وګړی، یو تاجک او درې چینايي یوغوریان په هغو کسانو کې شامل دي چې ورته پوځي دندې سپارل شوې دي.
د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې په قازقستان کې د حکومت پر وړاندې پراخې مظاهرې پیل شوې. پولیسو د مظاهرچیانو پرضد له تشدده کار واخیست چې پکې سلګونه کسان ووژل شو. په شېمقند ښار کې په یوه شپه کې ۲۰ تنه ووژل شول چې پکې ۱۹ کلن نوربولات الپامېس هم شامل وو. نور د مشال راډیو د قازقۍ څانګې له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د هغې ډلې مشر احمد الشرع ژمنه کړې چې ښځو ته به د تعلیم اجازه ورکړي او د خپل هېواد د یووالي لپاره به یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.
د ډېجیټل حقونو څارونکې رمشا جهانګیر وايي چې د وي پي این د بندیز هڅې د حکومت لخوا د ډېجیټل کنټرول يوه بېلګه ده. راپور زیاتوي چې پاکستان د چین په څېر د انټرنېټ فایر وال هم عملي کړی، چې په پایله کې يې د انټرنېټ رفتار ورو شوی او انلاين کاروبارونو ته تاوانونه رسېدلي دي.
په سوریه (شام) کې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د حکومت تر ړنګېدو وروسته هلته د اسلامي دولت (داعش) ډلې د بیا سر پورته کولو وېره پیدا شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې په هغه هېواد کې بهرني وسلوال هم موجود دي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ویډیويي راپور.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته