په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د امریکايي ولسمشرانو د لوړې مراسمو انځورونه
ټاکل شوې چې منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلې دندې لوړه وکړي. موږ په دې انځوریز البوم کې په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د امریکا د ولسمشرانو د لوړې مراسمو ته کتنه کړې ده.

۱
د ۱۹۲۵ز د مارچ څلورمه: په دې انځور کې د ولسمشر کیلوېن کولېج د دویمې لوړې تر مراسمو وروسته مل کاروان ګورئ. دا د امریکا د ولسمشر د لوړې لومړي مراسم ول چې په ژوندۍ بڼه له راډیو خپاره شول. نېږدې ۲۳ مېلیونه امریکایانو د ولسمشر وینا په ژوندۍ بڼه له راډیو واورېدله.

۲
د ۱۹۲۹ز کال د مارچ پر څلورمه د ولسمشر هربرټ هوور د لوړې مراسمو ته ورغونډ شوي خلک. پخوا د امریکا د ولسمشر د لوړې مراسم د مارچ پر څلورمه کېدل، خو په ۱۹۳۳ز کال کې د ټاکنو او د ولسمشر د کار پيلولو ترمینځ د واټن کمولو لپاره په اساسي قانون کې بدلون وشو او د جنوري ۲۰مه د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو ورځ وټاکل شوه.

۳
د ۱۹۳۳ز کال د مارچ څلورمه: ولسمشر فرینکلېن ډېلانو روزوېلټ تر لوړې وروسته له خپلې ښځې اېلېنور او زوی جېمز سره سپینې ماڼۍ ته ځي. نوموړی له ۱۹۳۳ز کاله تر ۱۹۴۵ز پورې په بېساري ډول څلور ځلې د امریکا ولسمشرۍ انتخابات وګټل. په ۱۹۵۱ز کال کې په اساسي قانون کې بدلون وشو او له هغه وخت راهیسې یو سیاستوال یوازې دوه ځلې ولسمشر کېدای شي.

۴
ولسمشر هیري ټرومن د ۱۹۴۹ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه د لوړې په مراسمو کې وینا کوي. نوموړي یوازې یوه بشپړه دوره ولسمشر وو. هغه تر دې مخکې د ولسمشر روزوېلټ مرستیال وو او چې هغه په ۱۹۴۵ز کال کې مړ شو نو د اساسي قانون له مخې د لنډې مودې لپاره ولسمشر شو.