نړیوالې بشردوستانه ډلې، ناحکومتي سازمانونه، سوداګر، بزګران او حکومتونه تر هغې وروسته د واشنګټن پلانونو اندېښمن کړي دي چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د حکومتي ارزونې تر بشپړېدو پورې له هېوادونو او ټولنو سره مرستې وځنډولې.
د یوې لویې نړیوالې مرستندویه ادارې مشر وايي، افغانستان ته د امریکايي مرستو درېدل به د مېلیونونو اړمنو افغانانو لپاره "ویجاړوونکې" پایلې ولري.
ټرمپ د ولسمشرۍ تر دندې پیلولو وروسته یو لړ اجراییوي فرمانونه لاسلیک کړل چې یو یې تر ۹۰ ورځو پورې د امریکا بهرنۍ پرمختیايي مرستې ځنډوي.
په فرمان کې راغلي، که "امریکايي بهرنۍ مرستې په بشپړ ډول" د ټرمپ د بهرنیو چارو له تګلارې سره سمون نه خوري، نو نور "به نه ورکول کېږي."
د ټرمپ په فرمان کې نه دا نه ده روښانه شوې چې کوم هېوادونه، پروژې یا پروګرامونه یا د مرستو ترلاسه کوونکي به ورڅخه اغېزمنېږي او دا هم واضحه نه ده چې دا به د امریکا پر هغې وفاقي بودیجې څنګه اغېز وکړي چې پکې کانګرس وار له مخه بهرنۍ مرستې مشخصې کړې دي.
خو د ناروې د کډوالو د شورا مشر هیله من دی چې واشنګټن به له افغانستان سره مرستې بندې نه کړي.
یان ایګلنډ، چې تېره اونۍ افغانستان ته تللی وو، وویل چې هغه هېواد ته د بشري مرستو رسولو چارې وار له مخه ټکنۍ دي نو باید ورسره کومکونه بند نه شي.
نوموړي د جنورۍ پر ۲۲مه له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل، واشنګټن باید افغانستان له هغه فرمانه مستثنا کړي. "هغه څه چې زه ورته د زړه له تله هیله من یم دا دي چې له افغانستان سره بشري مرستې و نه درېږي. که داسې وشي، څه باندې ۲۲ مېلیونه افغانانو ته به د مرستو د رسولو بهیر لپاره ویجاړوونکې پایلې ولري. دا کسان مرستو ته ضرورت لري او په داسې وخت کې چې دوه مېلیونه افغانان له ایرانه افغانستان ته ایستل کېږي او ۸۰۰،۰۰۰ نور له پاکستانه افغانستان ته اخراج شوي او ژمی هم دی، نو زما هیله دا ده چې دا بشري مرستې استثنا شي."
د ټرمپ فرمان البته د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته واک ورکوي چې د "ځانګړو پروګرامونو" تمویل دې د مرستو ځنډولو له فرمانه مستثنا کړي.
ایګلنډ دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې نړیوال بانک وايي، افغانستان اوسمهال د خوړو د کمښت له جدي ګواښ سره مخامخ دی.
بانک د جنورۍ پر ۲۱مه په خپل راپور کې اټکل کړی چې "۱۱.۶ مېلیونه افغانان،" چې د هېواد د ابادۍ شاوخوا ۲۵ سلنه برخه جوړوي، د کافي خوړو ترلاسه کولو لپاره "سخته مبارزه" کوي.
نړیوال بانک په خپل راپور کې خبرداری ورکړی دی چې که د دې ستونزې د هواري هڅه ونه شي، نو تر پسرلي پورې خوړو ته د اړتیا لرونکو افغانانو شمېر "۱۴.۸ مېلیونه ته لوړېدای" شي.
ایګلنډ ویلي، که امریکا تر درو میاشتو پورې بهرنۍ مرستې ودروي نو د ناروې د کډوالو شورا به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، البته درې میاشتې وروسته به بیا له افغانانو سره د مرستو توان و نه لري.
امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې د امریکا پر بهرنیو مرستو، چې د هېواد د بودیجې یو سلنه برخه جوړوي، انتقاد کوي. نوموړي په ۲۰۱۸ز کال کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال ملګرو ملتونو ته په وینا کې ویلي ول: "موږ به یوازې هغو کسانو ته بهرنۍ مرستې ورکوو چې زموږ درناوی کوي او زموږ ملګري وي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جنورۍ پر ۲۲مه په بیان کې وویل: "هر ډالر چې موږ یې لګوو، هر پروګرام چې موږ یې تمویلوو او هره پالیسي چې موږ یې لرو باید درې ساده پوښتنې ځواب کړای شي. [لومړۍ]، ایا دا [کار] امریکا خوندي کوي؟ ایا دا امریکا پیاوړې کوي؟ [او درېیم] ایا دا امریکا نوره هم سوکاله کوي؟"
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي دفتر وايي، واشنګټن په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان طالبانو له واکمنېدو راهیسې شاوخوا درې اربه ډالره مرسته کړې ده.
د پخواني ولسمشر جو بایډن حکومت د ۲۰۲۵ز مالي کال په بودیجه کې په افغانستان کې د روغتیا، تعلیم او نورو دوه اړخیزه مرستو لپاره د ۱۰۴ مېلیونه ډالرو وړاندیز کړی وو. تر دې یو کال مخکې په بودیجه کې له افغانستان سره د مرستو لپاره ۱۴۳ مېلیونه ډالره بېل شوي ول.
د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا ادارې (یو اېس اې ای ډي) او د بودیجوي چارو د مدیریت دفتر لا په دې اړه د مشال راډیو برېښلیکونه (برېښنالیکونه) نه دي ځواب کړي. سپینې ماڼۍ هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.