د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون مسوولين وايي، د مخالفينو د ګواښونو سره سره دوى ډاډمن دي چې په هېواد كې به انتخابات ترسره شي.
د انتخاباتو خپلواك كميسيون دغه تړون په بادغيس كې له طالبانو سره ډز بندي او د انتخاباتو د امنيت په اړه له طالبانو څخه ډاډ اخيستی.
د بشر حقوقو خپلواك كميسيون له افغانانو څخه وغوښتل چې كوښښ دې وكړي د اسد د نهه ويشتمې انتخابات په شفافيت سره ترسره شي.
د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په ورځ به شاوخوا درې لکه افغان او بهرني ځواکونه امنیت وساتي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي راروان انتخابات که څه هم تر ټولو پیچلي انتخابات وبلل خو هیله يې څرګنده کړه، چې هر څه به په سمه توګه ترسره شي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتي مبارزې روانې دي ، په دې برخه کې د رسنیو د رول په اړه هم پوښتنې د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي.
په كابل كې د حركت انقلاب اسلامي و ملي افغانستان ګوند مشر مولوي محمد سعيد هاشمي چې د افغانستان د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو كې كانديد و، نن جمعه د ولسمشر حامد كرزي په ګټه له خپلې كانديداتورۍ څخه تېر شو.
د ولسمشر حامد کرزي انتخاباتي سیالانو له دې امله پرنوموړي انتقاد وکړ چې د تېرې شپې په ټلویزیوني مباحثه کې یې ګډون ونکړ.
په کابل کې د ملګرو ملتونو چارواکي وايې، چې په تېرو څو میاشتو کې له امنیتي پلوه په ډاډمنه فضا کې د انتخاباتو د پروسې پرمختګ دوي د راتلونکې په اړه هم هیله من کړي دي.
د جبهې د غړو سياسي ګوندونو مشرانو وويل، اشرف غني احمدزي د هېواد د سولې، پرمختګ لپاره غوره پلانونه لري، د همدې له امله دهغه ملاتړكوو.
ددې اونۍ د بحث موضوع مو د انتخاباتو د بهیر څارنه ده . تېره اونۍ د اروپايي ټولنې د څارونکیو یوه اوشپیته کسیزه ډله کابل ته ورسیده . په ېد دأه کې د پنځه ویشت اروپايي هېوادونو څارونکې شامل دي.
د سې شنبې په ورځ مو د انتخاباتو په اړه د ازادۍ راډیو په ځانګړي بحث کې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو پنځه تنه کاندیدان میلمانه وو: ضیاالحق حافظي، محبوب الله کوشاني، مولانا عبدالقادر امامي غوري، شامحمود پوپل او ګل احمد یما.
نور راوښيه