میلمنو کاندیدانو اوریدونکیو ته خپل پلانونه تشریح کړل او د اوریدونکیو او د ازادۍ راډیو د خبریالانو پوښتنو ته يې ځوابونه وویل.
د سې شنبې په ورځ مو د انتخاباتو په اړه د ازادۍ راډیو په ځانګړي بحث کې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو پنځه تنه کاندیدان میلمانه وو: ضیاالحق حافظي، محبوب الله کوشاني، مولانا عبدالقادر امامي غوري، شامحمود پوپل او ګل احمد یما.