د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

د انتخاباتو بهيربه څوک څاري؟


ددې اونۍ د بحث موضوع مو د انتخاباتو د بهیر څارنه ده . تېره اونۍ د اروپايي ټولنې د څارونکیو یوه اوشپیته کسیزه ډله کابل ته ورسیده . په ېد دأه کې د پنځه ویشت اروپايي هېوادونو څارونکې شامل دي.

ټاکل شوې چې د انتخاباتو تر ورځې پورې به یو شمیر نور نړیوال څارونکې هم د افغانستان د انتخاباتو د څارنې لپاره دغې هېواد ته ورشي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکي وايي چې په سلګونو کورني څارونکي به هم د انتخاباتو بهیر وڅاري .

خو پوښتنه دا ده چې د روانو ناکراریو سره سره به دا څارنه څنګه ترسره کېږي؟ ایا څارونکیو ته لازې شرایط او اسانتیاوې برابرې شوي چې په سمه توګه څارنه وکړاي شي کنه؟

پر دې موضوع په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال یو بحث ترتیب کړی . په بحث کې ګډون کونکي دي:

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نور محمد نور، د ملي جبهې د اجرایوي شورا مرستیال میاګل خالد او ژورنالیست امیرجان وحید احمدزی.

دا بحث دلته اوریدلی شۍ
XS
SM
MD
LG