د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۸

ثمر:غيرعادلانه انتخابات به ناوړه عواقب ولري


په داسې حال كې چې انتخاباتو ته شا و خوا درې اوونۍ وخت پاتې دى، د افغانستان د بشر حقوقو خپلواك كميسيون له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې كوښښ دې وكړي د اسد د نهه ويشتمې انتخابات په شفافيت سره ترسره شي.

د بشر حقوقو خپلواك كميسيون وايي كه د سږ كال انتخابات په ازاد او عادلانه ډول ونه شي، كېدى شي دا كار ستونزې لا پسې زياتې كړي او ناوړه عواقب به ولري.

د افغانستان د بشر حقوقو خپلواك كميسيون مشرې ډاكټرې سيما ثمر چې په كابل كې يې د چهارشنبې په ورځ په يوه غونډه كې خبريالانو ته خبرې كولې وويل دا د هر افغان دنده ده چې پر انتخاباتو دقيقه څارنه وكړي:

”موږ هر يو مسووليت لرو، چې هڅه وكړو انتخابات عادلانه وي، كه دغه انتخابات ازاد اوعادلانه نه وي، افغانان به د رايو پر نتيجو باور ونه كړي، كله چې دوي باور ونه لري، له بده مرغه دغه د بې باورۍ لړۍ به روانه وي، د سولې راوستل به زيات ستونزمن شي.“

د دې غونډې په يوه برخه كې د بشر حقوقو خپلواك كميسيون مشرې د افغانستان په ځينو برخو كې روانو ناامنيو ته هم اشاره وكړه، خو ويې ويل خلك اړ دي په دغو شرايطو كې هم په انتخاباتو كې ګډون وكړي او خپلې رايې وكاروي:

”په اوسنيو شرايطو كې د ځينو ولسواليو امنيت ښه نه دى، خو دا دليل نه شي كېدى چې امنيت نه شته، نو انتخابات دې نه كېږي، انتخابات بايد وشي، د امن په راوستلو كې هم هر افغان مسووليت لري، ضرور نه ده چې د رایې وركولو په هر مركز كې دوه يا درې بهرنيان څارنه وكړي.“

په عين حال كې افغان او د ځينو نورو هېوادونو چارواكي هڅه كوي د انتخاباتو په ورځ ښه امن راولي له دې كبله د افغانستان په ځينو برخو كې پوځي عمليات اوس هم روان دي.

بل خوا په كابل كې د ملګرو ملتونو د دفتر يوه وياند په دې وروستيو كې وويل په دغو انتخاباتو كې د درغليو موجوديت نه شي ردولاى.

خو د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي كوښښ كوي دغه انتخاباتو عادلانه او شفاف وي.

اوس مهال شا وخوا نهه دېرش تنه د ولسمشرۍ او تر درې زره دوه سوو څخه زيات د ولايتي شوراګانو كانديدان په انتخاباتي مبارزو بوخت دي.

وړاندې د ولسمشرۍ څوكۍ ته یوڅلوېښت كانديدان په مبارزو بوخت وو، چې وروسته مولوي محمد سعيد هاشمي او نصرالله بريالى د نورو كانديدانو په ګټه له خپلې كانديدۍ تېر شول.
XS
SM
MD
LG