د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۸

راتلونكي انتخابات د امنيت له پلوه د اندېښنې وړ دي


په کابل کې د یوناما یا د ملګرو ملتونو د دفتر ویاند علیم صدیق امنیت د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې یوستر چلنج وباله خو ویې ویل، تراوسه پورې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د خلکو او کاندیدانو د نوم لېکنې پروسې او ولایتونو ته د لوژیستیکي موادو لیږدول پرته له کومې سترې امنیتي ستونزې ترسره شوي.

د یوناما ویاند په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل:
"ښايي ډیر لږ هېوادونه وي، چې د افغانستان په شان په کې انتخابات له دومره امنیتي ستونزو سره مخ کیږي. خو راځی چې تیرو څو میاشتو ته نظر وکړو.


په دوی کې نوي رایه ورکوونکي و او هغه کسان هم دي چې خپل کارتونه یې نوي کړل. دا څلور نیم ملیونه خلک له کومې سترې امنیتي پیښې سره مخ نشول."


په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازی کای ایډه د امنیت په اهمیت ټینګار کړی دی او په دې اړه یې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون، افغان امنیتي ارګانونو او نړیوالو څارونکو سره خبرې کړي دي."

د ملګرو ملتونو ویاند پر خلکو هم غږ وکړ چې د انتخاباتو په امنیت او شفافیت کې دې خپل مسولیت ادا کړي.

د راتلونکو انتخاباتو د امنیت په اړه د خلکو په ګډون بیلابیل لوري هم اندیښمن دي.

د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ځینې کاندیدان اوس هم شکاېت کوي چې په یو شمیر ولایتونو او لرو پرتو سیمو کې په ډاډه زړه انتخاباتي کمپاین نشي کولای.

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې نا امني یوه له هغو ستونزو څخه ده چې د راتلونکو انتخاباتو عادلانه توب او شفافیت تر پوښتنې لاندې راوستلای شي.
XS
SM
MD
LG