د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه وايي، د افغانستان ټول خلك بايد د قانون له مخې په انتخاباتو كې ګډون وكړي او پرته له كوم زور او فشارڅخه دې د خپلي خوښې كانديد ته رايه وركړي.
نن په کابل کې يو شمير افغان ځوانانو راتلونكي ولسمشر نه وغوښتل چې د سیاست په ډګر کې دې د هېواد ځوانانو ته پوره ونډه وركړي او په پوهنتونونو کې دې دوی د سیاسي فعالیت حق ولري.
د پنجشير د خلكو سراسري شورا د يوې سترې غونډې په ترڅ كې په راتلونكو انتخاباتو كې له حامد كرزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.
کرزی له ټولوښځووغوښتل چې په انتخاباتوكې رايي وركړي او ښځوتېره دوره وستايله او راتلونكي دورى ته يي مناسب وباله.
اروپایی ټولنې له دیرشو څخه زیاتو کاندیدانو سره لیدلي او اندېښنه یی شریکه کړې چې ځینې کاندیدان به د انتخاباتو وروسته تاوتریخوالي ته لمن ووهي.
د لوژيستيكي موادو د ليږد بهير له نن څخه پيل او له انتخاباتو څخه به يوه ورځ مخكې به بشپړ شي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون په كابل كې له سيمه ييزو مخورو سره په كتنه كې غوښتنه وكړه چې دوى دې په خپلو سيمو كې خلك په انتخاباتو كې ګډون كولو ته وهڅوي.
په كابل كې څه باندې درې سوه كليوالو ښځو، د انتخاباتو لپاره دعامه پوهاوي يو روزنيز كورس چې د ښځو چارو وزارت او د انتخاباتو کمیسیون له خوا برابر شوی و پاى ته ورساوه.
د ځوانانو نړیواله ورځ په لړ کې ولسمشر حامد كرزي د افغانستان له ځوانانو څخه وغوښتل چې زده كړې دې وكړي او په راتلونكو انتخاباتو كې دې برخه واخلي.
افغان ولسمشر حامد كرزي چې را روانو انتخاباتو ته هم كانديد دى د دوشنبې په ورځ خپله انتخاباتي طرحه اعلان ولسمشر حامد كرزي په خپله انتخاباتي طرحه كې د امن پر را وستلو، اقتصادي ودې، ښځو او ځوانانو ته د كاري او تعليمي فرصتونو پر برابرولو ډېر ټينګار كړى .
افغان سندرغاړى فرهاد دريا وايي چې انتخاباتو ته د خلكو د هڅونې او ملي يووالي لپاره يې په مركز او ځينو ولايتونو كې خپل كنسرټونه پيل كړي دي.
د راتلونكې ولسمشرۍ لپاره دوو تنو كانديدانو، ډاكټر اشرف غني احمدزي او ډاكټر عبدالله عبدالله دوه په دوه په مخامخ خبرو كې خپل اقتصادي پروګرامونه د خصوصي سكتور استازو ته تشريح كړل.
نور راوښيه