د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

د انتخاباتو کمیسون په بادغیس کې د اوربند هرکلی وکړ


ذکریا بارکزی
ذکریا بارکزی
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي چې د افغانستان په يو شمېر نورو برخو كې هم له طالبانو سره د دغه ډول تړونونو هڅه روانه ده.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال ذكريا باركزي د پنجشنبي په ورځ په كابل كې د يوې خبري غونډې پرمهال پدې اړه نور جزيات روښانه نه كړل خو هيله يې څرګنده كړه چې ورته تړونونه به د افغانستان په يو شمېر نورو نا ارامو سيمو كې هم له طالبانو سره وشي او اوربند به نافذ شي:
"مونږ هيله مند يو چې ورته تړونونه به په خصوصي ډول چې داسې تضمين په كې شوي وي چې طالبان به د انتخاباتو د بهير په وړاندې ستونزي نه جوړوي په نورو برخو كې هم وشي او مونږ يې هركلۍ كوو، زه خبر يم چې پدې برخه كې هڅې روانې دي، خو دا چې په كومو ولايتونو كې دي په دې اړه زه څه نه وايم."

افغان چارواكي وايي په دې وروستېو كې يې له طالبانو سره د ډز بندۍ په مقصد په بادغيس ولايت كې داسې يو تړون لاسليك كړېدی چې په ترڅ كې طالبانو ژمنه كړې چې په بادغيس كې به د انتخاباتو په جريان كې ستونزي نه را ولاړوي.

تر دې مخكې د جمهوري رياست يو تن وياند احمدضيا سيامك له ازادۍ راډيو سره په يوې مركه كې ويلي وه چې كه طالبان حاضر شي نو دوي به هڅه وكړي چې د انتخاباتو د امنيت لپاره ورته تړونونه د افغانستان په ټولو برخو كې له طالبانو سره لاسليك كړي.

په عين حال كې داسې راپورونه هم خپاره شوېدي چې طالبان وايي په بادغيس كې يې له حكومت سره هېڅ ډول تړون نه دی لاسليك كړې خو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال وايي چې دوي داسې اسناد لري چې د دغه قرار داد صحیح والی ثابت كړي:
"له بادغيس څخه قومي مشران او متنفذينو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون ته راغلي وه، دا هغه كسان وه چې په خپله يي د مخالفينو او د افغان دولت ترمنځ منځګړيتوب كړی وه او ويل يي چې د دغه تړون يو شرط هم دادې چې مخالفين به د انتخاباتو په بهير كې لاس وهنه نه كوي او امنيت ته به يې زيان نه رسوي."

په هرصورت يو شمېر سياسي كارپوهانو هم په بادغيس كې له طالبانو سره د دغه تړون هركلۍ كوي او افغان حكومت وايي چې له طالبانو سره د دغه تړون په رامنځته كولو كې قومي مشرانو زيات رول لوبولي دي او هيله څرګندوي چې پايلي به يي هم مثبتي وي.
XS
SM
MD
LG