د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۴

مولوي محمد سعيد هاشمي د كرزي په ګټه له خپلې كانديدۍ تېر شو


Afghanistan -- Afghan presidential candidate Hamid Karzai speaks during a campaign in Kabul, 24Jul2009
Afghanistan -- Afghan presidential candidate Hamid Karzai speaks during a campaign in Kabul, 24Jul2009

په كابل كې د لويې جرګې په خېمه كې په دې اړه جوړو شويو مراسمو كې د سلګونو كسانو تر څنګ ښاغلي كرزي هم ګډون درلود.

حامد كرزى د حركت انقلاب اسلام افغانستان ملي ګوند غړو سره



حامد كرزي ژمنه وكړه چې د بريالي كېدو په صورت كې به د سعودي عربستان د پاچا په منځګړيتوب په افغانستان كې يوه لويه جرګه جوړوي او د دې جرګې په مرسته به د دولت مخالفين پخلاينې او سولې ته راوبولي.

ولسشمر حامد كرزي چې د حركت انقلاب اسلامي و ملي افغانستان د ګوند د مشر مولوي محمد سعيد هاشمي مننه وكړه، چې د ده په ګټه له خپلې كانديدۍ تېر شو، ويې ويل د بريالي كېدو په صورت كې به زيات پام د امن راستنولو ته اړوي.

ښاغلي كرزي وويل په تېرو درېيو كلونو كې يې درې ځلې د سعودي عربستان پاچا ته ليك لېږلى، ټليفوني او مخامخ خبرې يې ورسره كړي، چې د سولې په ټينګښت او د دولت د مخالفينو په پخلاينه كې يې مرسته وكړي.

حامد كرزي وويل د بريالي كېدو په صورت كې به په افغانستان كې د نورو هڅو تر څنګ يوه لويه جرګه رابولي چې ملي پخلاينه غښتلي كړي:

”تر ټولو مخكې د افغانانو ارزو دا ده چې دې هېواد ته سراسري سوله راشي، چې زموږ خويندې، ميندې، بچيان او كورونه پر كراره شي، دا هيله چې موږ څنګه غوښتل ترلاسه نه شوه، بلكې زموږ د بچيانو وينه نن هم تويېږي. كورونه نن هم ناارامه دي.

زما مرام به اول دا وي چې افغانستان ته سوله راشي، بله دا چې په افغانستان كې دننه جرګه جوړه شي، طالبان، عالمان، حزب اسلامي او ټول خوابدي كسان راشي، په دې جرګه كې ګډون وكړي، دا جرګه به د سعودي عربستان د پاچا تر څارنې لاندې جوړېږي.“

ښاغلي كرزي وويل په افغانستان كې د اوو كلونو په تېرېدو سره اوس هم ناامني ده او زيات ملكي افغانان وژل كېږي، خو د ښاغلي كرزي په وينا خلكو هېڅكله شكايت نه دى كړى او تل يې په چوپه خوله قرباني وركړې ده.

كرزي د بهرنيو ځواكونو هغو كړنو ته هم ګوته ونيوله چې په خپل سر د شپې له خوا د تلاشۍ په پلمه د خلكو كورونو ته ننوځي، خلك له ځانونو سره بيايي يا يې په ډزو وژني.

ښاغلي كرزي زياته كړه، له نړۍ سره به د بريالي كېدو په صورت كې نوى قرارداد كوي، چې د ټروريزم ضد جګړه كې بايد ملكي افغانان زيان ونه ويني.

د حركت انقلاب اسلامي و ملي افغانستان د ګوند مرستيال موسى خان هوتك غونډې ته وويل د دوى ګوند ښاغلى كرزى د ځان لپاره مناسب كانديد وباله، نوځكه يې ملاتړ وكړ.

د جمهوري رياست راتلونكو انتخاباتو ته كانديد مولوي محمد سعيد هاشمي په داسې حال كې د ښاغلي كرزي په ګټه له خپلې كانديدۍ تېرېږي چې د پنج شنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواك كميسيون وويل، د كانديدانو ترمنځ د ائتلافونو او د يوه په ګټه د تېرېدو وخت اوس تېر دى، ځكه د رايو پاڼې په ګرانه بيه چاپ شوي او دا كار ښايي خلكو ته ځينې ستونزې جوړې كړي.

XS
SM
MD
LG